1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۵۰۰ افغانان له خپلي خاوري ايستلي دي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۹, چهارشنبه

د پاکستان پوليسو د خيبر پښتونخوا په ايالت کي لږ تر لږه ۵۰۰ افغان مهاجر نيولي او له خپلي خاوري ايستلي دي. د پاکستان چارواکو ويلي چي ايستل سوي کسان امنيتي ګواښ ول.

https://p.dw.com/p/1JFd8
انځور: DW/F. Khan

د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۹مه نېټه) اعلان وکړ چي په دغه هيواد کي د ثبت سوو افغان پناه غوښتونکو له پاره د پاته کېدو موده يې د شپږو مياشتو له پاره تمديد کړې ده. دا په داسي حال کي چي يوه ورځ وروسته يعني د جون په ۳۰مه نېټه زور ميعاد پای ته رسېدونکی ؤ.

په عيني حال کي د پاکستان پوليسو د چهارشنبې په ورځ ۵۰۰ افغان مهاجر نيولي او هغوی يې له پاکستان څخه ډيپورټ کړي دي. ويل سوي چي ياد ټول افغان مهاجر د خيبر پښتونخوا په ايالت کي نيول سوي ول. پاکستاني چارواکو ويلي چي ياد کسان يې په دې دليل له پاکستان څخه ډيپورټ کړي دي ولي چي د امنيتي ګواښ اندېښنه ورڅخه موجوده وه.

پاکستان په نړۍ کي دويم هيواد دی چي تر ټولو زيات مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی. په دغه هيواد کي تر يونيم ملينو څخه زيات پناه غوښتونکي ثبت دي. تر يو مليون څخه زيات داسي مهاجر هم په دغه هيواد کي ژوند کوي چي د مهاجرو په حيث نه دي ثبت کړل سوي. زياتره دغه مهاجر په ۱۹۸۰مو کلونو کي پر افغانستان د شوروي د يرغل له کبله پاکستان ته کډه سوي ول.

هغه افغان مهاجر چي په پاکستان کي ثبت سوي دي، ورته يو ډول د ثبتېدنې کمپيوتري کاردونه ورکول سوي. د دغو کاردونو ميعاد په تيرو کلونو کي څو واري تمديد کړل سوی دی. د پاکستان د حکومت د چهارشنبې د ورځي د اعلان له مخي دغه کاردونه چي د جون په ۳۰ مه نېټه ختمېدل او د دسامبر تر مياشتي تمديد کړل سوي دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت د معلوماتو وزير مشتاق احمد غني ويلي دي چي په دغه ايالت کي د ثبت سوو مهاجرو شمېر صرف سل زره دی. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ۵۰۰ افغان مهاجرو د نيول کېدو په سيمه کي وکړې.

دغه ايالتي وزير وويل: «موږ د دې وړانديز نه کوو چي د افغان مهاجرو پر ضد دي توند کامپاين وسي، خو موږ هغوی ته تر ۳۵ کالو زيات وخت ځای ورکړی دی او اوس وخت راغلی چي هغوی خپل هيواد ته بېرته ستانه سي.»

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼي د راپور پر اساس په تېره مياشت کي تر ۲۰۰۰ څخه زيات افغان مهاجر نيول سوي چي پکښي ۴۰۰ افغانستان ته ډيپورټ کړل سوي دي.