1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ۳۱ یاغیان مو وژلي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

پاکستاني پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې په هوایي او ځمکني عملیاتو کې یې ۳۱ یاغیان وژلي دي. په دې ترڅ کې درو تنو پاکستاني سرتیرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1DCr1
انځور: picture-alliance/dpa

هوايي بریدونه د خیبر ایجنسۍ په تیرا دره کې ترسره شوې دي. د پاکستاني پوځ له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دغو بریدونو په پایله کې «۲۰ ترهگر وژل شوي او د هغوی درې پټنځایونه او او دوه د مهماتو زیرمې له منځه تللي دي».

یوه امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې جنگي جټ الوتکو د خیبر تور دره کوکي خیل سیمه باندې بمباري کړې ده. د دغه چارواکي په حواله طالبانو او د یوې بلې یاغي ډلې چې لشکر اسلام نومیږي، جنگیالیو په دغه سیمه کې پناه اخیستې وه.

له بلې خوا بیا چارواکو ویلي دي چې یاغیانو په شمالي وزیرستان کې پر پوځي پوستو باندې بریدونه کړي دي. پاکستاني پوځ د روان کال په جون میاشت کې په دې سیمه کې پراخ عملیات په لاره واچول ترڅو هغه له طالبانو او نور یاغي ډلو څخه پاکه کړي.

د پوځ له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې پاکستاني سرتیرو د یاغیانو دغه برید پر شا تمبولی دی. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «۱۱ ترهگر ووژل شول او یو بل تن ونیول شو. د درو تنو وژل شویو ترهگرو جسدونه له امنیتي ځواکونو سره دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د برید په پایله کې درې پاکستاني ملیشې هم وژل شوې دي.

دغه پیښه د افغانستان پولې ته نزدې رامنځ ته شوې ده. کابل او اسلام آباد یو پر بل باندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لگوي. افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تل پر پاکستان باندې غږ کاوه چې په شمالي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد عملیات وکړي. که څه هم تر دې مخکې پاکستان تل د دغه شان عملیاتو له ترسره کولو څخه ډډه کوله، خو اسلام آباد بالاخره په جون میاشت کې په دغه سیمه کې عملیات کې پیل کړل.

پاکستاني پوځ وایي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه ډیر یاغیان او ۸۶ يوځیان وژل شوي دي. دغه ارقام تر اوسه پورې د کومې آزادې سرچینې له خوا نه دي تائید شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب