1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ۱۷ تنه طالبان او پوليس وژل سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ، چي د افغانستان پولي ته نژدې د دیر په سیمه کي د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کي ۶ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/15KnB
انځور: picture-alliance/dpa

په دغه نښته کي چي د اپر دیر د سوني په دره کي رامنځ ته شوې ده ۱۱ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. د دغه سیمي یوه ځایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي وسله وال د سرحد له بلي غاړي څخه دغه سیمي ته داخل شوي دي او د پولیسو د گزمې پر یو موټر ئې برید وکړ.

یوه بل امنیتي چارواکي ویلي دي، چې شاوخوا۵۰ تنو وسله والو طالبانو په دغه حمله کي برخه اخیستې وه او جگړې شاوخو ۴۰ دقیقي دوام وکړ. د یوه بل امنیتي چارواکي په وینا داسې گومان کیږي چې په دغه برید کي د مولانا فضل الله کسانو برخه اخیستي وي.

مولانا فضل الله چي د «ایف ایم ملا» په نوم هم مشهور دئ په تیر وخت کي د سوات په سیمه کي د طالبانو یو مشهور قوماندان وو او دغي ډلي د ایف ايم پر څپه راډيويي خپروني هم درلودې.

د سوات په سیمه کي د دولتي ځواکونو له خوا تر تصفیوي عملیاتو وروسته له دغه سیمې څخه د طالبانو ټغر ټول شو او داسي اټکل کیږي چي مولانا فضل الله د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پټ دئ. دغه دره د ۲۰۰۹م کال د اپریل په میاشت کي له طالبانو څخه پاکه شوه.

تر دې مخکي په دغه سیمه کي هم دې ته ورته بریدونه شوي دي او د پاکستان پوځ ویلي ول، چي له سوات او نژدې سیمو څخه تښتیدلي یاغیان د افغانستان په غرنیو سیمو کونړ او نورستان کي بیا سره را ټول سوي دي او له هغه ځایه دغه بریدونه تر سره کوي.

د پاکستان پوځ ویلي ول، چي دغي سرحدي سیمي ته نژدې ئې هم یو لړعملیات کړي دي، خو د امریکا متحده ایالاتو پر پاکستان زور اچولی دئ، چي په جنوبي وزیرستان کي دي د اورپکو پر وړاندي مځکني عملیات پیل کړي.

د راپورونو له مخي د جنوبي او شمالي وزیرستان سیمي د بهرنیو جنگیالو او د حقاني شبکې پاخه سنگرونه گڼل کیږي. په دغه سیمه کي د پاکستاني طالبانو ډله چې بیت الله محسود ئې مشري پر غاړه لري هم فعالیت کوي.

په پاکستان کي د امریکايي ځانگړي ځواکونو په لاس د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته خو د متحده ایالاتو له خوا پر پاکستان باندي دا فشار نورهم ډیر شوی دئ چې په دغه سیمه کي د اورپکو پر وړاندي درانه عملیات پيل کړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل