1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ۱۱ طالبان په اعدام محکوم کړل

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د دغه هیواد پوځي محکمو یوولس طالبان د ترهګرو فعالیتونو په تور د اعدم په سزا محکوم کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IhRW
انځور: picture alliance/dpa/S. Akber

په پاکستان کې د اعدامونو کچه لوړه ده. یوازې تیر کال په دې هیواد کې ۳۲۶ تنه اعدام شول. د پوځ له خوا په یوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه «سخت دریځه ترهګر» د ملکیانو په وژنو او برمته نیونو، پر پوځ او پولیسو باندې ولسوالو بریدونو، د ښوونځيو او مواصلاتي بنسټونو له منځه وړلو کي مجرم شويٍ ول.

په اعدام دغه محکوم شوي یوولس کسان د «تحریک طالبان پاکستان» ډلي غړي دي. دغي ډلي له کلونو راهیسې د پاکستان حکومت پر ضد جګړه پیل کړې ده.

تر هغه وروسته چې پاکستان په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ پریکړه وکړه، په دغه هیواد کې هم د حکومت پر ضد اسلامپاله مخالفتونو زور واخیست. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې راهیسې په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دی.

په پاکستان کې د طالبانو پر ضد جګړې، د دغي ډلي له خوا په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندي تر برید وروسته زور واخیست. دغه برید تر۱۵۰ډیر کسان ووژل او په پاکستان کې یې د طالبانو پر ضد سخته غوسه راوپاروله.

تر برید وروسته پاکستاني چارواکو د اعدام پر پلي کیدو باند موقتي بندیز لير کړ او په دې ترتیب سره یې په ترهګرۍ د تورنو کسانو د اعدام له پاره لاره اواره کړه. پاکستان له هغه راهيسي ډېر کسان اعدام کړي دي.