1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان یوه با ثباته افغانستان ته اړتیا لري»

ابراهیم سپیڅلی (کندهار، افغانستان)۱۳۹۲ اردیبهشت ۶, جمعه

د سويدن د بهرنیو چارو وزير ویلي دي چې پاکستان اوس تر بل هروخته ډیر يوه باثباته افغانستان ته اړتيا لري. نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اپریل د میاشتې ۲۵مه) ناوخته په کندهار ولایت کې وکړې.

https://p.dw.com/p/18NeW
انځور: DW

د سويدن د بهرنیو چارو وزير نیلز ډانیل کارل بېلت، په کندهار کي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د دې پوښتني په ځواب کې چي آيا پاکستان به د بروکسل له غونډي څخه وروسته د افغانستان د سولي په برخه کي په رښتيا سره همکاري وکړي، وويل: «پاکستان په اوس له یوه مهم پړاو څخه تیریږې. هلته ټاکنې راروانې دي، دغه هیواد له امنیتې ستونزو سره مخامخ دی، هلته اقتصادي ستونزی هم شته. زما په فکر پاکستان یو با ثباته افغانستان ته اړتیا لري.»

هغه په افغانستان کې د سولې په اړه پر خبرو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې راتلونکی جوړیدونکی حکومت به په دې برخه کې مهم رول ولوبوې.

د سويدن د بهرنیو چارو وزير وویل چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هیڅ انديښنه نه لري او افغان ځواکونه اوس د دي وړتيا لري چې د خپلي خاوري ساتنه وکړي. خو نوموړي د افغانستان د ثبات له پاره راتلونکي ولسمشریزي ټاکڼې ډېري مهمي وګڼلې او هيله يې څرګنده کړه چې دغه ټاکنې به شفافي ترسره شي.

ښاغلي بېلت وویل که افغان حکومت او نړېواله ټولنه وغواړي نو هیواد یې له ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کي پاته کیدو ته لیواله دی. د نوموړي په خبره هیواد به یې له دې وروسته د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړې. د هغه په وینا سویدن اوس هم هر کال له افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې ١٥٠ میلیون ډالره مرسته کوي. هغه زیاته کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې افغانانو ته د ټول هیواد په کچه د امنیتي مسوولیتونو تر سپارلو وروسته به سویدن په ملکي برخو کې خپلې مرستې نورې هم ډیرې کړي.

د کندهار والي توريالي ويسا، هم د سویدن د بهرنیو چارو له وزیر څخه هيله وکړه، چي له افغانانو سره په ملکي برخو کي خپلي ژمني عملي کړي. د توريالي ويسا په خبره کندهار يو کرهڼيز ولايت دى او په دې برخه کي د سويدن مرستو ته اړتيا لري.

دا لومړى ځل دى چي د سويدن هيواد د بهرنیو چارو وزير کندهار ته سفر کوي او له سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او خبريالانو سره خبري اترې کوي.