پاکستان کې چاودنې اته تنه ووژل
۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبهد ورکړل شوو خبري رپوټونو له مخې ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ کله چې هغه د تکیه خانې چې په پاکستان کې ورته «امام بارگاه» وایي په دروازه کې د پولیسو او داوو طلبو کسانو له لوري ودرول شو. دغه چاودنه د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د راولپنډۍ په ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمې د پولیسو قوماندان عمر حیات، دغه برید تائید کړی دی، په کوم چې د یوه پولیس په شمول اته تنه ووژل شول. د ژرغونې د عملې یوه تن محمد وقاص د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ۱۶ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.
د سعید احمد په نوم یوه عیني شاهد ویلي دي چې برید کوونکی پر موټرسایکل باندې سپور وو، او د مسجد د باندې یې د موټر سایکل د درولو وروسته عبادت ځای ته د ننوتو هڅه وکړه. ویل کیږي چې دغه مهال په عبادت ځای کې شا او خوا ۱۵۰ تنه موجود وو. نوموړې عیني شاهد په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «یو لوی ناورین به رامنځ ته شوې وای، که چیرې هغه [برید کوونکی] ودانۍ ته ننوتی وای.»
په تلویزونونو کې ښوول شوي انځورونه ښيي چې د دغه درې پوړیزي ودانۍ د ننوتو لاره او ودانۍ ته څیرمه کورونو ته سخت زیان اوښتی دی.
د فرانس پرس خبري آژانس د پاکستاني طالبانو د «جماعت الاحرار» په نوم د یوې څانگې د ویاند احسان الله احسان، له قوله لیکلي دي چې په راولپنډۍ ښار کې د شیعه مذهبو پر عبادت ځای باندې د برید مسوولیت د دوی ډله پر غاړه اخلي.
د پوځي محکمو جوړیدل
د پاکستان د پوځ ویاند ډگر جنرال عاصم باجوه، ویلي دي چې نهه پوځي محکمې جوړې شوي دي او په وینا یې «ډیر ژر به په فعالیت پیل وکړي.»
تیره اوونۍ د پاکستان پارلمان په اساسي قانون کې په تعدیل راوستو سره د ترهگرۍ په تړاو د قضیو په گړندۍ توگه د څیړلو له پاره د ځانگړو پوځې محکمو جوړیدو ته لاره هواره کړه.