1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې چاودنو تر ۴۰ زیات کسان وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15TGA

د پاکستان په قبایلي سیمه کې تیره ورځ ناوخته د بې پیلوټه الوتکو په برید کې پنځلس تنه وژل شوي دي. دغه خبر د پاکستان امنیتي چارواکو ورکړی دئ. د چارواکو په وینا درې بې پيلوټه الوتکو په دته خیل کې د شکمنو ترهگرو پر یوه کور باندې ۶ توغندي توغولي دي. دغه سیمه د میرانشاه څخه د ۳۵ کیلومترو په واټن پرته ده. په میرانشان کې دوه امنیتي چارواکو هم د دغه بریدونو پخلی کړی دئ خو ویلي ئې دي چې په دغه بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي دي. د پاکستان له لوري د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو وروسته دا د بې پیلوټه الوتکو لومړي بریدونه دي چې تر سره کیږي.

په یوه بله پیښه کې په کوټه کې نا معلومه وسله والو کسانو پر دریو موټرو باندې ډزې کړي دي چې په ترڅ کې ئې اتلس تنه وژل شوي دي. د چارواکو په وینا په دغو موټرو کې سپاره کسان په غیر قانوني توگه گاونډي هیواد ایران ته روان وو. دغه پیښه د بلوچستان ایالت د کیچ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.