1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې موسمي بارانونو ډیر کسان وژلي

۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبه

په پاکستان کې یو ځل بیا د موسمي بارانونو له کبله ډیر شمیر انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتي ده. چارواکي د ناسم وضعیت له کبله د قربانیانو د شمیر د لوړیدو اټکل کوي.

https://p.dw.com/p/1IOvn
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې تر ټولو زیات د ورښتونو له کبله د پاکستان شمال لویدیځ اغیزمن شوی دی. په لیرو پرتو ځایونو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې رپوټونه ورکړل شوي دي. د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي دي او تر ۳۴ زیات کسان لادرکه دي. ځیني خبري آژانسونو د وژل شوو کسانو شمیر ۵۳ تنه ښوولی دی.

پیښور ته څیرمې سیمې هم سختو بارانونو ځپلي دي
پیښور ته څیرمې سیمې هم سختو بارانونو ځپلي ديانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د پاکستاني ادارو په وینا په خیبر پښتونخوا ایالت کې په ډیر شمیر سیمو کې تر ۴۰ زیات کورونه ویجاړ شوي دي. داسې اندیښنه شته چې ښایي د قربانیانو شمیر تر دې هم لوړ شي، ځکه چې د لیرې پرتو سیمو څخه لا پوره معلومات نه دي تر لاسه شوي څو د ویجاړیو کچه معلومه کړی شي.

Peschawar Schwere Regenfälle in Pakistanله لرگیو او خټو کوډلې چې د سیلابونو پر وړاندې یې د دریدو مقاومت نه درلود
له لرگیو او خټو کوډلې چې د سیلابونو پر وړاندې یې د دریدو مقاومت نه درلودانځور: Reuters/F. Aziz

تر ټولو سخت بارانونه د یکشنبې په شپه وریدلي دي. په ځانگړې توگه په لیرې پرتو سیمو کې له خټو جوړ شوي کورونه د ډیرو اوبو پر وړاندې د ټینگې نه وي. په پاکستان کې هر کال د موسمي پیښو له کبله ویجاړۍ رامنځ ته کیږي، چې د سلونو انسانانو د مرگ ژوبلې سبب گرځي.

تیر کال هم په پاکستان کې د دوبي د بارانونو پر مهال ۸۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.