پاکستان کې د غوایانو د ځغاستي سیالي
د پاکستان په ځينو سیمو کې هرکال په منظمه توگه د غوایانو د ځغاستې سیالي کیږي. د کلیو او بانډو ژوندانه ته ښکلا وربخښونکي دغه سیالۍ نړۍ ته د پاکستان بیخې یو بل انځور وړاندي کوي.
د پاکستان د پنجاب ایالت پر کوټ فتح خان، رحیم یار خان او کلر سیدان سربیره د دغه هیواد په نورو سیمو کې هم د غوایانو د ځغاستي سیالي هرکال جوړيږي. د دغو سیالیو د نندارې ته د پاکستان د بیلابیلو سیمو خلک سفر کوي.
دغه انځور له پلازمېنې اسلام آباد څخه اتیا کیلومتره ليري «پنډ سلطاني» کې د تر سره شوو سیالیو دی. دا ځل هم د دغو سیالیو د نندارې له پاره په سونو خلک راټول شوي ول. په سیالي کې له دوو غوایانو سره ځغاسته او توازن ساتل آسانه کار نه دی.
په سیالیو کې شریک ځغاسته کوونکو د دوو غوایانو تر شا د لرگي پر یوه تخته باندي د دریدو هڅه کوي او دواړه غوایان د یوه جغ په واسطه تړل شوي وي. د لرگي پر تخته ولاړ کس باید په ولاړ حالت کې تر ټاکل شوې کرښي واوړي.
غوایان ډېره تیزه منډه کوي او زیاتره وخت ځمکه هم اواره نه وي. په دغه لوبه کې شریک هر لوبغاړی تر خپل منزله نه رسیږي. ځيني لوبغاړي پر لاره له تختې څخه لویږي او ځینې مهال لوبغاړي ټپیان کیږي هم. دا لوبې یوازې په زړه پورې نه وي، بلکې خطرناکې هم وي.
د دغو لوبو یو گډونوال دانش اکرم چې د غوایانو قلبه لري، وایي چې په کلیوالي سیمو کې د غوایانو ځغاسته د څو پیړیو پخوانۍ دودیزه لوبه ده. د کبډي او نورو لوبو تر څنگ دا هم یوه تفریحي لوبه ده. ډېر خلک هرکال دې لوبو ته ورځې شمېري.
د دانش اکرم په خبره په تیرو وختونو کې په پاکستان کې د بمي بریدونو او دغه ډول نورو پیښو له کبله دغسې فعالیتونه شاته شوي. د هغه په خبره دغسې میلې او سیالۍ خلک د یوې شیبې له پاره له ورځنيو ستونزو لیري ساتي.
د پنډ سلطاني په شان زیاترو سیمو کې د اړونده کلیو بډای خلک دا پریکړه کوي چې دغه سیالي باید څه وخت وشي. زیاتره وخت دغه سیالي د ژمي په موسم کې د فصلونو تر لو وروسته کیږي، څو د نزدې سیمو بزگران هم دغو سیالیو ته وربلل شي. دغه مهال په پټو کې هم کومه فصل نه وي.
د پنډ سلطاني، سردار آصف علي په وینا د دغو سیالیو له پاره ټول کال غوایانو ته ښه خوراک ورکول کیږي او مالش کیږي هم. د دې موخه دا ده چې دغه غوایان یوازي قوي نه وي بلکې ښایسته هم ښکاره شي.
د سردار آصف علي په وینا دا یو داسې شوق دی، چې پر دیر لگښت راځي. د ښه خوراک تر څنگ غوایانو ته د میښو خالصې شیدې هم ورکول کیږي. پر دې سربیره یو کس دې ته ځانگړی شوی وي چې پالنه یې وکړي.
ځیني وختونه داسې هم کیږي چې په ځغاسته کې شریک غوایی د خلکو پر لور ورځغلي. په داسې یوه حالت کې هر څوک د خپل ځان د ژغورلو په هڅه کې وي او د غوایي خاوند په دې هڅه کې وي چې خپل څاروی ژر تر ژر قابو کړي او څوک زخمي نه کړي.
د سیالیو گټونکو ته بیلابیلې تحفې ورکول کیږي. په تیرو وختونو کې د پنجاب ایالت په ځينو سیمو کې د لومړي مقام گټونکي غوایي مالک ته د ډالۍ په توگه ځمکه یا میښه ورکول کیده. خو اوس د کالو پریمنځلو ماشین، موټرسایکل او یا تلویزون د ډالۍ په توگه ورکول کیږي.
ویل کیږي چې اوس په پاکستان کې د دغسې سیالیو په شمیر کې زیاتوالی لیدل کیږي. له دې سیالیو څخه نه یوازي ځایي خلک خوند اخلي بلکې د پاکستان یو داسې انځور وړاندي کوي چې د نورو هیوادونو خلک ورسره ترمخه آشنا نه وي. (امتیاز احمد، دویچه ویله اردو څانگه)