«پاکستان کې دې د پنځو زرو بانک نوټ له منځه یووړل شي»
۱۳۹۵ آبان ۲۱, جمعهسناتور عمثان سیف الله خان، په سنا کې د خزانې کمیټې ته په وینا کې ویلي دي چې د ډیر ارزښت لرونکي بانکي نوټونه د فساد او تورو پیسو سپینولو په برخه کې مرسته کوي. هغه د هند د مثال په وړاندې کولو سره وویل چې نه یوازې گاونډي هیواد، بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ډیر ارزښت لرونکو بانکي نوټونو د له منځه وړلو له پاره هلې ځلې کیږي.
څو ورځې تر مخه د هند حکومت له خپل اقتصادي سیستم څخه د ډیر ارزښت لرونکو بانکي نوټونو د ایستلو اعلان کړی وو. د هند له خوا د دغه حیرانونکي گام موخه د اختلاس او تورو پیسو د سپینولو مخنیوی وو. د دغه گام بله موخه د هغو بانکي نوټونو بازار ته راایستل دي چې خلکو په کورونه کې ایښي دي.
د سناتور عثمان سیف الله، په خبره په پاکستان کې به هم د دغسې گام اخیستلو له کبله خلک له بانکي خدماتو استفاده وکړي او د تورو پیسو په کنترولو کې به مرسته وکړي.
په پاکستان کې د متقاعد جنرال پرویز مشرف، د واکمنۍ پر مهال د پنځو زرو کلدارو بانکي نوټ بازار ته عرضه شو. د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وینا تر دغې پریکړې وروسته خلکو ته دا آسانه شوې وه چې د بانکونو پر ځای پیسې له خپل ځان سره وساتي.
د پاکستان سټیټ بانک، ویاند عابد قمر، ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي دي چې «اوسمهال سټیټ بانک د زرو او پنځو زرو بانکي نوټونو د له منځه وړلو هیڅ کومه اراده نه لري.»
د ځینو کارپوهانو په آند د ډیر آرزښت لرونکي بانکي نوټونه د هغو سیمو د خلکو له پاره گټه لري، چې بانکي خدمات نه شته. هغه خلک چې د ډیر ارزښت لرونکو بانکي نوټونو د له منځه وړلو پلوي توب کوي وایي چې دغه نوټونه د پیسې ارزښت راکموي او د بیو د لوړوالي سبب گرځي.
نور مطالب: