1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کي د عيسويانو کورونو ته اور اچول سوی دئ

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبه

په لاهور کې له غوسې ډکو مظاهره کوونکو د عیسویانو کورونو او نورو ملکیتونو ته تر هغه وروسته اور واچاوه، چې ویل کیږي یوه ځوان عیسوي هلک د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته سپکاوی کړی.

https://p.dw.com/p/17uYw
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

مظاهره کوونکي د یکشنبې په ورځ سهار د لاهور ښار په یوه سیمه کې سره راټول شول او بیا یې د عیسویانو کورونو، بایسکلونو او مرټرسایکلونو ته اور واچاوه.

د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي ملتان خان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ستونزه د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه. د دغه چارواکي په خبره په دې ورځ یوه عیسوي هلک چې ساوان مسیح نومیږي د اسلام د ستر پیغمبر محمد (ص) په اړه له سپاکوي ډکې څرگندونې کړې وې. دغه وکړی د جمعې په ورځ د پولیسو له خوا ونیول شو.

تر دې پېښي وروسته د سیمي عیسوي اوسیدونکو د خپلو کورونو په پرېښودلو پیل وکړ. تر دې دمخه هم د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي د تورونو په پایله کې تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی. د پاکستان ۹۷ سلنه نفوس مسلمانان دي.

د دغه ځوان د څرگندونو پر ضد غبرگون د شنبې په ورځ وښودل شو. د ژغورني د عملیاتو مسئول ډاکتر احمد رضا، وویل: «مظاهره کوونکو لږ تر لږه ۱۶۰ کورونو، ۱۸ دکانونو او دوو کلیساوو ته اور اچولی دی.»

پولیسو هڅه کړې ده چې مظاهره کوونکي له سیمې څخه وشړي. سیمه ییزو تلویزیونو داسې کسان ښوولي دي چې مخونه یې په ماسکو پټ کړي دي او د خلکو کورونو ته یې اور اچاوه.

د عدلیې ولایتي وزیر رانا ثناالله، وویل: «دغو خلکو يوه جدي جنایت ته لاس ورته کړی دی... د دغه کار د ترسره کولو له پاره کوم اخلاقي او مذهبي لامل نه شته.»

یوه سیمه ییز کشیش اکرم گیل، ویلي دي چې هغو کسانو چې د خلکو شتمنیو ته یې اور ورته کړی دی له ځانه سره سټکونه او د پولادو میلې لرلې. دې کشیش زیاته کړې ده چې دغه کسان بیا وروسته د خلکو کورونو ته ننوتل او اورونه يې بل کړل.

د اکرم گیل په خبره مظاهره کوونکو دوو کلیساو ته هم اور اچولی دی. هغه زیاته کړې ده: «په دې سیمه کې ناداره کسان اوسیدل. هغه خپل هر څه له لاسه ورکړي دي. اوس هغوی چیری تلای شي؟»

د بشري حقونو فعالي زهرا یوسف، پر ولایتي حکومت باندې نیوکه کړې ده او ویلي دي چې د اقلیتونو د امنیت په ټینگولو کې پاتې راغلي دي.

تر دې دمخه د تیر کال په اگست میاشت کې په پاکستان کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ په دې تور چې د قرآن شریف پاڼي یې سوځلي دي، درې اوونۍ په بند کې وساتله شوه. دا نجلۍ بیا وروسته د نړیوالو فشارونو په نتيجه کې آزاده شوه.

د بشري حقونو د څار سازمان په حواله اوس مهاله په پاکستان کې ۱۶ کسان دین ته د سپکاوي په تور د مرگ په سزا محکوم شوي دي. پر دې سربیره ۲۰ نورو کسانو ته د عمري بند سزا هم اورول شوې ده.