پاکستان: کابل دي د خپلي ادعا ثبوتونه وړاندي کړي
۱۳۹۰ آذر ۱۶, چهارشنبهپه افغانستان کي پر مذهبي مراسمو بريدونه سابقه نه لري. د تيري ورځي بريدونه، چي په کابل او مزارشريف ښارونو کي د عاشورا د مراسمو د لمانځلو پر وخت تر سره سول د خپل ډول لومړني بريدونه بلل کيږي.
وروسته تر هغه چي پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چي د کابل په بريد کي د لښکري جهنگوي لاس وو، افغان ولسمشر، حامد کرزي، هم د چهار شنبې په ورځ پر دغي پاکستانۍ ډلي د کابل د بريدونو تور ولګاوه او د اسلام آباد له حکومت څخه يې وغوښتل چي دغه کسانو ته جزا ورکړي.
کرزي د بريدونو پړه پر لښکري جهنګوي واچوله او ويې ويل، چي دا موضوع به په جدي توګه د پاکستان او د دغه هيواد د حکومت سره وپلټي:
«لښکري جهنګوي ډله په پاکستان کي ده او افغانستان به په خپل ټول قوت او نړيوال ملاتړ سره د پاکستان سره دغه موضوع تعقيب کړي. افغانستان د خپلو ماشومانو پر وينو تويولو سترګي نه شي پټولای.»
دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي، چي افغانستان بايد د خپلي ادعا له پاره د رسمي چاينلونو له لاري خپل ثبوتو پاکستان ته ورکړي:
«لښکري جهنګوي يو بند شوی سازمان دئ. موږ د کابل څخه غواړو چي د پيښي په اړه خپل شواهد د رسمي چاينلونو له لاري زموږ سره شريک کړي.»
ويل کيږي چي دغه تروريستي ډله د القاعدې سره هم اړيکه لري.
نن بيا په هلمند ولايت کي ۱۹ ملکي کسان ووژل شول. دغو کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چي موټر ئې د سړک د غاړي پر يوه ماين برابر شو. په وژل سويو کي ډيری ښځي او ماشومان دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل