1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: چاودنۍ ۱۳ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه

د خيبر پښتونخوا په كوهاټ سيمه كې په يو مسافر وړونكي موټر كې د بمي چاودنې له امله ديارلس كسان وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي. ټپیان او د مړو جسدونه روغتون ته انتقال شوي.

https://p.dw.com/p/15ZQI
انځور: AP

دغه چاودنه د ياد ايالت په اوركزۍ سيمه كې د مسافرو په يو سرویس موټر كې ترسره سوې ده. د راپورونو له مخې په دغه پیښه کې ديارلس تنه وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د پوليسو په وینا، چاودنه د كوهاټ او اوركزۍ په سرحدي سيمه سپايي سړك کې هغه وخت رامنځ ته سوه چې دغه موټر هنګو ته روان وو. پولیسو زیاته کړې ده چې چاودېدونكي توكي تر مخه په دغه موټر كې ځاى پر ځاى کړل سوي وو.

د ځایي پوليسو په خبره موټر كې سپرو ټولو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ټپيان او مړي د كوهاټ ملكي روغتون ته رسول سوي دي.

د سیمه ییزو پوليسو مشر نعيم خان، رسنيو ته وويل: «په موټر كې اووه تنه ځاى پر ځاى وژل سوي وو خو پاته شپږو تنو ئې په روغتون كې د ټپونو له امله ساه وركړه.» پولیس زیاتوي چې د پیښې په اړه ئې پلټنې پیل کړي دي.

په پاكستان كې د روان كال له پيل راهیسې په ترهګريزو پېښو كې ډیروالې راغلي دئ. په دغو بریدونو کې یا خو کوم مسافر وړونكي موټر د بمي برید قرباني کیږي او یا هم په موټرو کې سپاره مسافر د هدفي وژنو ښکار کیږي.

د جمیعت اسلامي د مذهبي ډلې يو مشر مولانا عبدالمتين اخوند زاده د دغه ډول پېښو د مخنيوي پړه د پاكستان پر امينتي ځواكونو اچوي او وايي چې دغه ځواكونه د دغه ډول پېښو مخنیوى نه كوي. د ده په خبره ټوله پېښه په يوه خبري غونډه كې پاى ته ورسوي.

د هغه په خبره د ناټو پر وړاندې د اکمالاتي لارې له پرانيستلو سره به په پاكستان كې په ترهګريزو پېښو كې زياتوالى راشي.


نن د پاكستان امنيتي ځواكونو خبر ورکړی دئ چې په پېښور كې ئې يوه شكمنه ښځه نېولې ده چې د سړيو كالي ئې اغوستي وو. د پولیسو په وینا اوس له دغه ښځې څخه پلټنې روانې دي.

حبیب الرحمن تأثیر/ کوټه
کتونکی: سید ریاض