1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: چاودنو ۱۲ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

د پاکستان د دولتي مقاماتو په وینا په دوو جلا جلا پیښو کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۲۴ زیات ټپیان شوي دي. دغه پیښي د خیبر پښتونخوا ایالت په کرم ایجنسۍ او اپر دیر کې رامنځ ته شوي دي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15ckw
انځور: picture-alliance/dpa

د چارواکو د ویناوو له مخې د کرم ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې یو ځانمرگي برید کوونکي چې چاودیدونکي توکې ئې په یوه موټر کې ځای پر ځای کړي وو ځان چولی دئ چې په ترڅ کې ئې ۹ تنه وژل شوي او نور ۱۶ تنه ټپیان دي.

د پاکستان یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي ذاکر حسین ویلي دي چې دغه ځانمرگي برید کوونکي د افغانستان پولې ته څیرمه د سپین ټل په سیمه کې د طالبانو ضد د یوه ځایي قوماندان مولانا نبي د کور د باندې ځان الوزولی دئ. هغه زیاته کړې ده:

«دا یو ځانمرگی برید وو، چې موخه ئې د مولانا نبي مرکز په نښه کول وو. ځانمرگي برید کوونکي هغه وخت خپل ځان والوزوه کله چې د ساتونکو له خوا ودرول شو.»

د ځایي اوسیدونکو په وینا دغه کس غوښتل چې له موټر سره یو ځای دغه مرکز ته ورننوځي. هغوی زیاته کړې ده چې په دغه برید کې مولانا نبي روغ رمټ پاتې شوی دئ.

یوه بل استخباراتي چارواکي د مړو شمیر لس تنه ښوولی دئ، چې پکښې د ساتونکي په شمول څلور ماشومان دي چې دغه مرکز ته څیرمه په لوبو بوخت ول.

کرم ایجنسي له افغانستان سره گډه پوله لري او یوه له هغو سیمو شمیرل کیږي چیرې چې وسله وال یاغیان پاخه سنگرونه لري. د ذاکر حسین په وینا په وروستیو وختونو کې د طالبانو د مشرتابه او ملا نبي تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي وو.

نن د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او نور اته تنه ټپیان شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي دغه پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه د اپردير د ډوگ درې په سيمه کي رامنځ ته شوې ده.

ځايي پوليس افسر احسان الله خان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه پېښه کي د ريموټ کنټرول بم څخه کار اخيستل شوی دئ. د هغه په وینا په ټپیانو کې دوې ښځې هم شاملې دي چې روغتیایي وضعیت ئې د اندیښنې وړ دئ. د خان په وینا په وژل شوو کسانو کې موټر چلوونکی او دوه ځوانان شامل دي.

خان دغه برید یو ترهگر عمل بللی دئ او ویلي ئې دې چې د دغه کار هدف د سیمي د خلکو په منځ کې د ویرې اچول دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی