پاکستان: په چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵ تنو ته لوړ شو
۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعهاعلان
د پاکستان د کوټې په ښار کې د تیرې ورځې په چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دئ. د پولیسو په وینا په چاودنه کې د ټپیانو څخه ۷ تنو تیره شپه خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه چاودنه تیره ورځ د یوې مدرسې تر څنگ تر سره شوې وه. په وژل شوو کسانو کې پنځه تنه طلبا، او په نورو لسو تنو کې ښوونکي، پرسونل او د زده کوونکو خپلوان شامل دي.