1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په ځانمرگي بريد کي ۱۰ تنه وژل سوي دي

۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/178Fl

په پاکستان کې د يو ځانمرګي بريد په ترڅ کې لږ تر لږه۱۰ انسانان وژل شوي دي او ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي. يوه ځانمرگي په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په يوه غونډه کې خپل ځان والوزاوه. دغه خبر پوليسو ورکړی دی. د مړو په جمله کې د آيالتي حکومت د کورنيو چارو وزير، بشير احمد بلور هم شامل دی. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده، او پر دغه ګوند يې د نورو بريدونو د تر سره کولو نيت هم څرګند کړی دی. عوامي نيشنل ګوند يو سېکولر ګوند دی چې له طالبانو سره په کلکه مبارزه کوي. د پاکستان لومړي وزير راجا پرويز اشرف، له تروريزم سره په مبارزه کي د بلور د قاطيعت څخه يادونه وکړه.