1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په يوه زيارت باندې بريد ۲۰ انسانان وژلي

۱۳۹۶ فروردین ۱۳, یکشنبه

په پاکستان په يوه زيارت باندې د بريد له کبله ۲۰ انسانان وژل شوي دي. د زيارت ساتونکي او دوو نورو عاملينو پر راغونډو شوو انسانانو باندې د چاقو او کوتک په مټ بريد وکړ. دغه خبره د پنجاب آيالت پوليسو کړې ده.

https://p.dw.com/p/2aW6t
Pakistan Sargodha Anschlag Sufi Schrein
انځور: Reuters/Stringer

د بريد درې واړه عاملين ونيول شول. هغه د پوليسو د څرګندونو له مخې په دې هم تورن دي چې قربانيان يې تر بريد مخکې مسموم کړي او بيا وژلي ول.

د بريد انګيزه تر آخره پورې معلومه نه وه. د سرګودها ښار ته څېرمه پراته د زيارت ساتونکي، د پوليسو د څرګندونو له مخې ويلي دي چې زايرين يې وژلي دي ځکه چې د هغوی له خوا يې ځان تر ګواښ لاندې راغلی بللی وو.

د پوليسو سيمه يز مشر، ذلفقار حميد، وويل چې دغه ۵۰ کلن ساتونکی ښايي رواني مشکلات ولري، خو له بلې خوا داسې هم کېدای شي چې دغه بريد دې د زيارت د کنترول په سر د رقابتونو پايله وي. پلټونکي په دې اند دي چې ساتونکي قربانيانو ته لومړی زهر ورکړي ول. دغه خبره د پوليسو مشر، شمشير جويا، کوي.

خو د دغې انګېرنې د تثبيت له پاره بايد انتظار وايستل شي څو جنايي پلټنې پای ته رسېدلې وي. د وژل شوو کسانو جامې د دغو څرګندونو له مخې څيري کړل شوې او په وينو لړلې وې. د قربانيانو په ډله کې د پوليسو په حواله څلورو ښځو هم شتون درلود.

د ژغورونکو ډلو د يوه چارواکي په خبره د زيارت ساتونکي پخوا هم د خلکو په وړاندې له تاوتريخوالي څخه کار اخيستی وو. د سيمې اوسېدونکو وويل چې نوموړي پخوا هم زايرين وهلي ول، څو هغوی په اصطلاح «له بېلابېلو جسمي او روحي ناروغيو څخه وژغوري.» 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.03.2017):