1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په خپله خاوره کي د افغان طالبانو حضور ومانه

۱۳۹۴ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د پاکستان يوه لوی چارواکي په اول وار په زغرده ويلي دي چي د افغان طالبانو مشران په پاکستان کي دننه خوندي ځايونه لري. هغه ويلي دي چي له دې څخه دوی د يوه «وسيلې» په توگه کار اخلي څو پر طالبانو فشار راوړي چي خبرو ته حاضر سي.

https://p.dw.com/p/1I5uS
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو چارو سلا کار سرتاج عزيز په داسي حال کي په خپل هيواد کي د افغان طالبانو د مشرانو پر حضور اعتراف کوي، چي د دغه هيواد چارواکو له کلونو راهيسي انکار کاوه چي يا دې طالبان د دوی په خاوره کي پټ وي يا دي دوی نفوذ پرې ولري.

سرتاج عزيز د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کي د «بهرنيو چارو شورا» په بنسټ کي د خبرو پرمهال ويلي دي: «موږ پر طالبانو باندي ځکه ډېر نفوذ لرو، چي د هغوی مشران په پاکستان کي دي، د هغوی روغتيايی پالنه کيږي او کورنۍ ئې هلته ژوند کوي.»

د «بهرنيو چارو شورا» تحقيقي بنسټ په وب سايت کي چي د سرتاج عزيز خبري خپرې سوي دي، هغه ويلي دي: «ځکه نو موږ کولای سوو چي له دغو وسيلو (کاري آلو) څخه په کار اخيستلو سره پر هغوی فشار راوړو او ورته ووايو چي د خبرو مېز ته راسئ».

سرتاج عزيز په داسي حال کي دغه خبري کړي چي پتېيلې سوه ده، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبري احتمالاً په اسلام آباد کي پيل سي.

گومان کيږي چي د افغان طالبانو اکثره مشران دي د پاکستان په کويټه، پيښور او يا هم کراچي کي استوگن وي.

د افغانستان د روان کړکېچ د حل په موخه څلور اړخيزي ډلي څلور واري غونډي کړي دي او له وسله والو طالبانو سره ئې د سولي د خبرو اترو د پيلېدو يوه «گړنلاره» جوړه کړې ده. پتېيل سوې ده چي د افغان حکوم او طالبانو ترمنځ به مخامخ خبري د مارچ مياشتي په لومړۍ اوونۍ کي پيل سي. د څلور اړخيزه ډله له افغانستان، پاکستان، چين او امريکا متحدو ايالاتو له استازو جوړه ده.

سرتاج عزيز ويلي دي چي اسلام آباد طالبانو ته گواښ کړی دئ، چي که په مخامخ خبرو کي برخه وانه خلي له پاکستانه به ئې وشړي: «موږ د جولای مياشتي د ۷ نېټې تر خبرو اترو دمخه لا له دغو فشارونو کار اخيستی وو، د هغوی تگ راتگ مو محدود کړ، روغتونونو او نورو امکاناتو ته مو د هغوی لاس رسئ محدود کړ او هغوی ته مو گواښ کړی وو، چي که خبرو اترو ته حاضر نه سي نو دا روښانه ده چي موږ به ئې وباسو.»

عزيز ويلي دي چي پاکستان د خبرو اترو په برخه کي يوازي د زمينې برابرولو رول لري او دا د کابل کار دی چي دغه خبري اتري يوې پايلي ته ورسوي: «موږ د خبرو اترو اصلي اړخ نه يوو، ځکه نو موږ هيله لرو چي د کار په پرمختگ سره زموږ حسن نيت هم معلوم سي او موږ هيله لرو چي افغان حکومت به هم د دغو خبرو اتور په بريا کي يو فعال نقش ولري.»