1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په افغانستان کي تر ټاکنو وروسته د سولي بهير پيلېدونکی ګڼي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ بهمن ۹, چهارشنبه

یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ویلي دي چې پاکستان گومان کوي چې د افغانستان تر ټاکنو او د ولسمشر کرزي تر گوښه کیدو وروسته کېدای شي طالبان له افغان حکومت سره د سولي خبري اتري پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1Aysa
انځور: picture-alliance/dpa

د ملي امنیت او بهرنیو پالیسو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شريف مشاور سرتاج عزیز، ویلي دي: «زما شخصي احساس دا دی چې طالبان به تر ټاکنو وروسته له نوي حکومت سره خبري اتری پیل کړي.»

تر دې مخکي نوازشریف هم د جان هاپکینز پوهنتون محصلینو ته په خپله وینا کې ویلي ول: «موږ هیله کوو چې د ۲۰۱۴ کال تر پای ته رسیدو مخکې به يو ډول خبري اتري پیل شي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، کاري دوره دوې میاشتي وروسته پای ته رسیږي. کرزي له امریکا متحده ایالاتو سره د امنيتي تړون د لاسلیکولو له پاره یو مهم شرط په افغانستان کې د سولي د خبرو اترو پیلول په گوته کړی دی. له طالبانو سره د خبرو کولو په برخه کي د افغان حکومت هلي ځلي له څو میاشتو راهیسې په ټپه ولاړي دي.

له بلې خوا د ولسمشر اوباما اداره پر کرزي باندي فشار راوړي چې امنیتي تړون لاسلیک کړي. د دې تړون له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې یو شمیر امریکایي سرتیري میشته وي. که څه هم د امنیتي تړون متن تيار شوی دی خو بیا هم ولسمشر کرزی د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وايي چې تر هغه وخته پوري چي امریکا په افغانستان کې سوله تضمین کړې نه وي دغه تړون به لاسلیک نه کړي.

په افغانستان کې د سولي د خبرو اترو پر وړاندي تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې طالبان نه غواړي د ولسمشر کرزي له حکومت سره مخامخ خبري وکړي. خو کرزی بیا تل ټینگار کوي چې که د سولي خبري اتري کیږي نو باید د افغان حکومت په مشرۍ وشي.

عزیز روښانه کړې ده چې پاکستان په دې کې ستونزه نه لري چې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ته اجازه ورکړي چې کوم درهم هیواد ته سفر وکړي او د سولي د خبرو اترو د پیلولو له پاره شرایط برابر کړي.

پاکستان د تیر کال په سپتمبر میاشت کې اعلان کړی وو چې د طالبانو د مشر پخوانی باوري ملګری ملا برادر، به آزاد کړي، څو د سولې له بهیر سره مرسته وکړي، خو د برادر د آزادۍ په اړه لا اوس هم دقیق معلومات په لاس کې نه شته.

عزیز ویلي دي چې تر اوسه پوري لا د ملا برادر، برخلیک حساس پاته دی، ځکه چي امریکا متحده ایالات هغه ته د یوه امنیتي گواښ په سترگه گوري.

په داسې حال کې چې عزیر له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې د ناامنیو د رامنځ ته کیدو په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده هغه روښانه کړې ده چې په افغانستان کې به کورنۍ جگړه پیل نه شي.

هغه دا خبره هم کړې ده چې که په افغانستان کې په سمه توگه ټاکنې وشي او نوی حکومت امنیتي ستونزي حل کړي نو د دې امکان به ډېر لږ شي چې طالبان دي بیا واک ته ورسیږي.