1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پر ياغيانو د اوباما فشار، افغانستان ته ضرر رسوي

۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعه

د پاکستان پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې مشر، سليم سيف الله، ويلي، چي پاکستان ته د اوباما ګواښ په افغانستان کي د ثبات راوستلو هڅي له ستونزو سره مخامخ کوي او د امريکا ضد فکرونه زيږوي. د امريکا په خبره ياغيان په پاکستان کي دي

https://p.dw.com/p/12nUL
د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمانانځور: Abdul Sabooh

په داسي حال کي چي پاکستان د افغانستان د سولي په بهير کي يو له ډيرو مهمو اړخونو څخه شميرل کيږي، امريکا لا تر اوسه هم نه ده توانيدلې چي دغه هيواد په دې قانع کړي، چي د ياغيان په وړاندي پوځي عمليات پيل کړي.

 

د متحده ايالاتو په خبره ياغيان په پاکستان کي اډې لري او له هغه ځايه پر افغانستان بريدونه کوي.

 

د پاکستان پارلمان د بهرنيو چاروکميټې مشر وويل، چي پاکستان ته ګواښونه به د هيڅ کوم هيواد په ګټه نه وي:

 

«دا نه د افغانستان، پاکستان او نه هم د متحده ايالاتو سره مرسته کوي.» هغه د افغانستان جګړې ته په اشاري سره زياته کړه:

 

«دغه حالت به د پاکستان پر دولت فشار واچوي ترڅو له دغي جګړې څخه ووزي.»

 

د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته کواښ وکړ، چي د ياغيانو سره د دغه هيواد اړيکو، د پاکستان او امريکا روابط د خطر سره مخامخ کړي دي.

 

هغه پر پاکستان فشار راوست چي د هغو ياغيانو سره چي په افغانستان کي بريدونه تر سره کوي اړيکي پرې کړي. اوباما همدا راز پر پاکستان تور ولګاوه چي غواړي په راتلونکي کي که هر څوک په افغانستان کي بريالي کيږي له هماغه سره ملګري وي.

 

سيف الله ويلي دي، چي پر پاکستان د امريکا ښکاره انتقادونه به د دواړو ملګرو هيوادونو تر منځ ستونزي رامنځ ته کړي او د کار پايلي به د ستونزو سره مخامخ کړي. د هغه په وينا له دغه حالت څخه به يوازي ياغيان ګټه واخلي:

 

« د افغانستان جګړه اوس د يو سخت پړاو څخه د تيريدو په حال کي ده. يو ډير مهم پړاو. په دغه حالت کي د اوبو خړول کومه فايده نه لري.»

 

هغه زياته کړه، چي دا هغه څه دي، چي ياغيان يي غواړي او اوسنۍ حالت هغوی لا پسي پياوړي کوي.

 

پاکستان په 2001 کال کي کله چي امريکا پر افغانستان بريد پيل کړ، د دغه هيواد يو له نږدي ملګړو څخه دی. د 2001 کال څخه را په ديخوا بيا کله نا کله د دواړو هيوادونو اړيکي خړي پړي سوي.

 

د پاکستان او امريکا د اړيکو خړپړوالي هغه وخت لا پسي ډيرسو چي امريکايي ځواکونو پرته له دي چي پاکستان خبر کړي په دغه هيواد کي د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل