1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر هندوستان د يو بل عسکر د وژلو تور لگولی دئ

۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17KvK

پاکستان پر هندوستان باندي د یوه بل عسکر د وژلو تور لګولی دی. پاکستاني پوځ د چارشنبه په ورځ خبر ورکړ، چي دغه عسکر د ناارامه وېشل سوي سیمي، کشمیر د کرښي سره د یوې حملې په نتیجه کښي وژل سوی دی. دوی ویلي دي چي دپيښي له کبله به هندوستان ته سخت شکایت وړاندي کړي. دواړو اټومي قدرتو د لسو ورځو راهیسي یو دبل په مقابل کي د اوربند د سخت نقضولو تورونه لګولي دي. نوي ډيلي پر پاکستاني پوځ باندي تور لګولی دی چي دوه عسکره یې وژلي دي او د هغوی جسدونه یې پرې پرې کړي دي. پاکستان بيا په دې منځ کښي پر هندوستان باندي د درو عسکرو د وژل کیدو تور لګولی دی.