1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ټول ایغوري یاغیان له منځه وړل شوي

۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان ولسمشر چین ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنگ» په نوم یاغیانو ډلې کابو ټول ایغوري غړي په پاکستان کې له منځه وړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GPsT
انځور: Reuters/L. Zhang

رویترز خبري آژانس لیکلي دي چې چین د سنکیانگ په ختیځه سیمه کې د تاوتریخوالي او ناکراریو تور د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنگ، یا (ETIM) په شان بیلتون غوښتونکو اسلامپالو ډلو لگوي چې وایي د ختیځ ترکستان په نوم د یوه آزاد دولت جوړول غواړي. ویل کیږي چې دغه ډله په پاکستان او افغانستان کې مېشت ده.

د چین له ولسمشر شي جین پینگ سره د ملاقات پر وخت د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي دي چې د ترهگرۍ پر ضد د ضرب عضب، په نوم عملیات «زموږ له هیواد څخه د تروریزم د ريښو ایستلو له پاره بریالي ول.»

ممنون حسین ویلي دي: «دغه عملیات زموږ په هیواد کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنگ غړو د له منځه وړلو له پاره هم گټور ول. ښایي ځیني کسان وي، خو په ډېر لږ به وي.»

ممنون حسن زیاته کړې ده چې چین او پاکستان ورونه دي او تل «په ډیرې لیوالتیا سره» د یو او بل مرسته کوي. د پاکستان ولسمشر چین ته په دې موخه سفر کړی دی چې په اسیا کې د دوهمي نړیوالي جگړې د ختمیدو د ۷۰ کلیزي په یاد په یوه پوځي پریټ کې گډون وکړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې په سنکیانگ کې په تیرو کلونو کې د تاوتریخوالي په پيښو کې په سلونو کسان وژل شوي دي، چې پیکینگ يې تور پر یاغیانو لگوي. د بشري حقونو فعالان وایي چې د ناکراریو اصلي علت د ایغوري اقليت پر اسلامي عقیدې او کلتور د محدودیتونو لگول دي چې دغه سیمه خپل ټاټوبی گڼي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل