1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ټاکني کېدای سي تر يوې مياشتي پوري وځنډول سي

۱۳۸۶ دی ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان پارلماني ټاکني چي ټاکل سوي وه د جنورۍ د مياشتي پر اتمه نېټه پيل سي کيدای سي په هغه هيواد کي د روانو کړکېچنو حالاتو له امله د فيبرورۍ ترمياشتي پوري وځنډول سي.

https://p.dw.com/p/DKC1
د تيري پنجشنبې د ورځي راهيسي، چي مېرمن بېنظيربوټو ووژل سوه په نوموړي هيوادکي ډيري ناکرارۍ رامنځ ته سوي دي.
د تيري پنجشنبې د ورځي راهيسي، چي مېرمن بېنظيربوټو ووژل سوه په نوموړي هيوادکي ډيري ناکرارۍ رامنځ ته سوي دي.انځور: AP

داخبره په اسلام آبادکي د ټاکنو د کمېسيون يوه لوړپوړي غړي د فرانسې آژانس ته کړې ده.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسيون وړمه ورځ ويلي وه چي د سه شنبې په ورځ به د ټاکنو د ترسره کيدو په اړه خپله پريکړه اعلانوي .

خو د کمېسيون چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل، چي د سياسي گوندونو سره تر سلا مشورو وروسته به خپله پرېکړه د چارشنبې په ورځ اعلانوي .

د تيري پنجشنبې د ورځي راهيسي، چي دپاکستان پخوانۍ وزيره او د حکومت د مخالف ګوند مشره مېرمن بېنظيربوټو ووژل سوه په نوموړي هيوادکي ډيري ناکرارې رامنځ ته سوي دي.

د بوټو د خلګو ګوند د ټاکنو د ځنډېدو سره مخالفت ښودلی، خو دنواز شريف په مشرۍ د حکومت دوهم لوی مخالف ګوند مسلم ليګ د ټاکنو ځنډېدل د منلو وړ بللي دي.