1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولي ترهګري او پښتانه یو له بل سره تړلي بولي؟

۱۳۹۶ فروردین ۲, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو له ډیریدو سره «پښتانه له نژادې لحاظه په ګوته کول» پیل کړي دي. څیړونکې او فعاله سبا ګل خټک، وايي چې دا کار به ګټه و نه لري.

https://p.dw.com/p/2ZcVh
Pakistan Massenflucht aus Nord-Waziristan vor Offensive gegen Islamisten
انځور: Reuters

د بشري حقونو سازمانونو په پاکستان کې د «نژاد له اړخه د پښتو او افغانانو د په نخښه کیدو» له کبله خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له دې سره غواړي له ترهګري سره مبارزه وکړي.

په وروستیو وختونو کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک غیر حکومتي کمیسیون د امنیتي ځواکونو له خوا د پښتنو پر زورولو نیوکه کړې او هغه یې غندلې ده.

په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې ډیري ترینګلې شوې دي. دواړه هیوادونه یو پر بل باندې ترهګرو ته د پنا ورکولو تورونه لګوي. پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له پښتون میشته سیمو څخه ترهګر دې هیواد ته د بریدونو ترسره کولو له پاره راځي. افغانستان هم له ډیر وخت راهیسې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالو د شتون ادعا کوي.

پاکستان میشته فعاله سبا ګل خټک، وایي چې په پنجاب او اسلام آباد کې پښتانه له «نژادي اړخه په نخښه کیږي». هغه وایي چې ډیر وخت دغه شان چلن له هغو پښتنو سره کیږي چې ناداره وي او په غریب میشته سیمو کې اوسیږي. هغه زیاتوي: «دغه کار په سیستماتیک ډول ترسره کیږي. د پنجاب حکومت له پولیسو څخه غوښتي دي چې د پښتنو سیمې په ګوته کړي چې د هغوی په پیژندلو کې مرسته وشي.»

د «فرای دې ټایمز ورځپاڼې» ویلي دي چې پولیسو له خکو څخه غوښتي دي چې د هر ډول مشکوکو فعالیتونو په اړه رپوټونه ورکړي. خټک زیاته کړې ده: «ترهګر د پښتونو او افغانانو په توګه مشخص شوي دي. په پنجاب کې له سوداګرو څخه غوښتل شوي چې د هغو پښتونو نوملړونه چې له دوی سره کار کوي جوړ کړي او بیا یې د پولیسو نزدې پوستې ته وسپارې چې د ترهګرې له مخنیوي سره مرسته وشي.»

سبا ګل خټک وايي چې دغه شان اقدامات ښايي په پاکستان کې د «پښتونستان» ادعا یو ځل بیا ژوندۍ نه کړي خو د اسلام آباد او پښتونو تر منځ د واټن ډیریدل به ناوړه پایلې ولري: «دا هغه رنځونه چې له مودو راهیسې موجود دي، لا پسې ډیر کړي. دا به هغه باور چې د پولې دواړه غاړو ته یوازې د پښتونو وینه تویږي، لا قوي کړي.»

لیکوال: شامل شمس