1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هم غواړي دافغاني حکومت اوطالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي

۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبه

څنګه چي دآلمان دخبر رسولو دآژانس dpa په يوه رپوټ کي ، دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت له قوله څخه ويل شوي دې ، ښايي هم دامريکا او هم افغانستان داسلام آباد له حکومته څخه داهيله کړې وي

https://p.dw.com/p/LqTD
انځور: picture-alliance/ dpa

چي د طالبانو او دافغانستان دحکومت ترمنځ دخبرو دامکاناتودبرابرولو به لاره کي منځګړیتوب وکړي . په دی اړوند يو پاکستاني ستر ديپلو مات ، په دي شرط چی دده نوم وانخيستل شي ، دآلمان دخبر رسولو دآژانس dpa يوه خبريال ته ويلي دی ، چی مونږ پاکستانیان په طالبانو باندی زيات نفوذ لرو او کولاي شو په افغانستان کی دطالبانو سره دسولي دخبرو او په دغه هیواد کي دسولي دتامینولو به لاره کی یو اغيزمن نقش ولوبو . دغه ديپلومات داهم وايي چي دافغانستان په هکله دلندن په نړيوال کنفرانس کی په اصطلا دتړلو ورنو وتر شا په دی هکله له پاکستان سره خبري شوي چی دطالبانو سره دخبرو دامکاناتو په برخه کي ديوه منځګړ نقش ولوبوي . دغه پاکستانی ديپلومات پخپله هم دلندن په کنفرانس کي دخپل هیواد دډلګه ګي يو غړي و .

دآلمان دخبررسولو له آژانسه سره پخپله مرکه کی پاکستانی ديپلو مات داهم وايی چی مونږ به هڅه وکړو چی په دغه پروسه کی يو ډول خپله ننده تر سره کړو . خو ددغه خبرو پروسه به هغه وخت يوه مشخصه بڼه غوره کړي چی له افغانستانه څخه دراتلونکی کال په نیمايي کي ، هسي چی پخپله امريکایانو اعلام کړي ، دامريکايي عسکرو په وتلو پيل وشي . او نوموړي دا خبره هم کړي چي داپريل په میاشت کی کله چی په کابل کي دافغانستان پرله پسي بل نړيوال کنفرانس جوړيږی ، نو نو پاکستان به دطالبانو سره دمنځګړیتوب په مساله کي خپل مشخص وړانديزونه وکړي . او که چيري طالبان پخپل دريځ کي يو خوزښت وښه يي نو ددي امکان هم شته چي دامريکي متحده ایالتونه له افغانستان څخه دخپلو عسکرو په ايستلو مخکي دپلان شوی مودی څخه هم پيل وکړي . دغه خبره دامریکي متحده ايالتونو حکومت دمخه پاکستان ته کړيده .

دغه پاکستاني ديپلو مات داهم وايي چی مونږ ته ويل شوي دی چي دمنځګړیتوب دهڅو په لړ کی زياتره دطالبانو په اصطلا ددوهم کتار مشرانو سره خبري وشي تر څو چي په دی کار سره دطالبانو ستر مشران لکه ملا محمد عمر او نور تجريد کړاي شي او دوي وګوری چی له دوي څخه پر ته هم کار کيداي شي . که څه هم ښايي له ملا عمره سره زمونږ خوا خوږي ډیره وی خو بياهم مونږ په دی برخه کي دهر ډول هغه امکانه څخه ګټه واخلو چی که وشي داسي يوه تړون لیک لاسليک کړو چی داوږدی مودی په رڼا کي په افغانستان کي دپاکستان ستراتيژي ګتي دهند په مقابل کي خوندي وساتل شي .

هم دافغانستان حکومت او هم لويديځو دولتونو په تيره بيا دپاکستان استخباراتي څانګي ته داپیغورونه کړی چي دوي په پټه سره دافغانستان دطالبانو ملاتړ کوي .داسي ګومان کيداي شي چی دملا محمد عمر په مشري دطالبانولار شونکی جرګه په باکستان کي ده .

دغه پاکستاني دیپلو مات دافغانستان دحکومت او دطالبانو سره دسولي په خبرو کی دسعودی عربستان دمنځګړیتوب دنقش په اړوند وايي چې دسعودی عربستان هڅي په دی برخه کي کومي نتیجی ته ندی رسيدلی او نه رسيږي . سعودی عربستان به له طالبانو څخه ددی غوښتنه وکړی چي دسولي دخبرو نه مخکی بايد طالبان دا اعلام وکړی چی دوي دالقاعدی دنړیوال اسلامی تروريستي سازمان سره پخوانی تعلقات شلولي او نور دوي له دغه سازمانه سره هیڅ ډول تعلقات نلري . او له بله پلوه دسعودي پاچاهي دولت دافغانستان له حکومته څخه دا غوښتنه هم لری چی رسما سعودي عربستان ته له طالبانو سره دسولی دخبرو صلاحيت ورکړي .

دسه شنبي دورځي راهيسي دافغانستان ددولت مشر حامد کرزي به سعودی عربستان کي دی او غواړی چی ددغه سفر په ترڅ کی دسعودی عربستان دمشرانو سره دافغانستان دحکومت او دمخالفینو ترمنځ درو غي جوړي دامکاناتو او په دغه امکاناتو کي دسعودی عربستان دنقش او وندي په اړه هم خبري وشي .

طالبانو تر اوسه دافغانستان دحکومت کوم وړانديزونه چي دسولي به باب يي دوي ته کړی ، رد کړي او دايي ويلي دي ، چي بهرني ځواکونه دی له افغانستان څخه و وځي . او دکرزي دحکومت به وړاندیزونو کي تل داخبره شوي چي طالبان دي دافغانستان اساسي قانون ومنی او دالقاعدي سره دي خپل علايق وشلوي .

نړیواله ټولنه وايي چی دافغانستان دلانجي دحل دپاره خبرۍ ضروري دي ، خو وايي چی دخبرو څرنګوالي او ابتکار بايد پخپله افغانان په غاړه واخلي