1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان نور ۱۳ تنه طالب بنديان ازادوي

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۷, یکشنبه

د پاکستان حکومت پریکړه کړې ده چې د پاکستاني طالبانو نور ۱۳ بندیان له زندانه آزاد کړي. د اسلام آباد له لوري دغه پریکړه تر هغې وروسته وشوه چې طالبانو د جمعې په ورځ د اوربند مودې د غځیدو اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/1Bcko
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د فرانس پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، د شنبې په ورځ د دغه پریکړې اعلان وکړ. نثار علي خان زیاته کړې ده: «حکومت د ښه نیت په توگه د ۱۳ بندیانو د آزادولو پریکړه کړې ده.» نثار علي خان په اسلام آباد کې د طالبانو او حکومتي کمیټیو تر غونډي وروسته دغه خبره خبریالانو ته وکړه.

پاکستاني طالبانو د راتلونکو شپږو ورځو له پاره د اوربند موده غځولې ده. د طالبانو په وینا دا کار د دې له پاره کوي چې حکومت ته د «غیر جنگي» کسانو د آزادیدو او د پوځونو د پر شا کیدو له پاره وخت ورکړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداشان له طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده او له هغوی څخه یې د پیښور پوهنتون د یوه علمي غړي پروفیسور محمد اجمل، د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثیر او همداشان د پاکستان د پخواني صدراعظم یوسف رضا گیلاني، د زامنو د آزادېدو غوښتنه کړې ده. پر دې سربیره نثار علي خان د یو شمیر بهرنیو کارکوونکو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده.

نثار علي خان په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «بل اړخ هم باید چمتو والی وښيي او غیر جنگي کسان آزاد کړي.» نثار علي خان یادونه وکړه چې خبري اتري به په دغه هیواد کې سوله راولي.

د پاکستان حکومت په فبرورۍ میاشت کې له تحریک طالبان پاکستان سره د مرکچیانو په واسطه خبري اتري پیل کړي دي، څو د طالبانو اووه کلن خونړي یاغيتوب ته د پای ټکی کښیوول شي.

پاکستاني طالبانو د بندیانو چې دوی ورته په خپله د «غیر جنگي» کسانو اصطلاح کارولې ده د آزادیدو او د «سولې د زون» چیري چې امنیتي ځواکونه حضور و نه لري د رامنځ ته کیدو غوښتنه کړې ده.

تیره میاشت پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت ته د شاوخوا ۳۰۰ کسانو یو ليست سپارلی وو چې پکښې ښځې، ماشومان او د زاړه کسان شامل دي، او د دغو کسانو د آزادیدو غوښتنه یې کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت، د سویلي وزیرستان ۱۹ تنه قبایلي مشران له بنده آزاد کړل او د حکومت په وینا دغه کسان «غیر جنگي» طالب بندیان ول. خو د پاکستاني طالبانو ویاند دا خبره رد کړه چې گواکي دغه کسان د دوی غړي ول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان دې خبري ته اشاره وکړه چې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو له پیل راهیسې په بریدونو کې د «پام وړ کموالی» راغلی دی او په وینا یې د سولي بهیر یوه نوي پړاو ته ننوتی دی. نثار علي خان زیاته کړې ده: «د خبرو اترو تر بلي دورې پوري چې په راتلونکې اوونۍ کې تر سر کیږي، د آزادو شوو بندیانو شمیر به ۳۰ تنو ته ورسیږي.»

د طالبانو د مرکچي کمیټې استازي مولانا سمیع الحق، چې د شنبې ورځې په خبرو اترو کې یې گډون درلود، خبریالانو ته ویلي دي چې ښایي د طالبانو له شورا سره د حکومت غونډه په راتلونکو دوو اوونیو کې تر سره شي. هغه زیاته کړې ده: «حکومت د سولې د خبرو اترو د کامیابۍ له پاره ټول ممکنه گامونه اخلي او دواړه اړخونه په هیواد کې د دوامدراه سولې غوښتونکي دي.»