1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: مجرم مهاجر بیرته نه منو

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

د پاکستان فدرالي څیړنیزې ادارې (FIA) مشر له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي چې پاکستان له اروپا څخه د رد شوو پاکستاني مهاجرو منلو ته لیواله دی، خو مجرم کسان به ونه منل شي.

https://p.dw.com/p/1H2OB

پاکستان له اروپایې اتحادیې سره په ۲۰۱۰م کال کې لاسلیک شوې هغه تړون ځنډولی دی چې له مخې په غیر قانوني توگه اروپا ته ورغلي کډوال به بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار ویلي دي چې دغه پریکړه یې له تړون څخه د شوو سرغړونو له امله کړې ده.

د نوموړي وزیر په خبره اروپایې هیوادونه پاکستانیان ترهگر بولي او بیا یې له هیواد څخه اوباسي. نثار احمد ولي دي: «دا د منلو وړ نه ده. موږ په راتلونکي کې داسې خلک نه منو چې له اروپا څخه ایستل شوې وي.»

په تیرو لسو میاشتو کې نږدې ۳۲۰۰۰ پاکستانيانو په اروپا کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې. د پاکستان د دغې پریکړې پر وړاندي تر اوسه پورې غبرگونه نه دی ښودل شوې.

د اروپایې هیوادونو او په ځانگړي توگه د آلمان له خوا څرگنده شوې ده چې په لومړي سر کې به د سوریې او عراق مهاجرو ته لومړیتوب ورکول کیږي په داسې حال کې چې د افغانانو او پاکستانیانو چانس ډیر کم دی.دا پریکړه هم شوې ده چې هغه کسان چې دوسیې یې رد شوې دي ژر تر ژره به خپلو هیوادونو ته واستول شي.

دویچه ویله د پاکستان د فدرالي څیړنیزې ادارې له مشر انعام غني سره د حکومت د دغې پریکړې په اړه مرکه کړی ده. انعام غني د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې اروپا ته د کډوالو له امله په ور پيښو مسائلو کې پاکستان څومره ونډه لري؟ او آیا دغه ستونزه او د هغې حل لاره د پاکستان د حکومت په لوموړیتوبونو کې شامل دي؟ وویل: «اروپا ته د ورپیښو مسائلو پړه پر اروپا اچول کیږي. د دې علت دا دی کله چې اروپا د پرمختگ په درشل کې وه او هغو د ټیټې بیې کارگر او شیانو ته اړتیا درلوده په هغه وخت کې یې په ډیرې خوشحالۍ سره خلکو ته ځای ورکړ. بله ستونزه په اروپایې قوانینو کې ده چې هغوې د هر یو هیواد خلکو ته په ډیرې اسانې سره سیاسي پناه او د هغوې مصارف هم ورکول.»

د پاکستان د فدرالي څیړنیزې ادارې د مشر په خبره اروپا باید پر خپلو قوانینو له سره غور وکړي. په قانوني توگه اروپا ته د مهاجرت په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د غیر قانوني مهاجرتونو مخه باید ونیول شي.

د دغه پاکستاني چارواکي په خبره دا د پاکستان له پاره یوه ډیره مهمه موضوع ده چې خپل اتباع بیرته خپل هیواد ته راولي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د کورنیوچارو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي په دې نظر دي چې خپل اتباع دې بیرته هیواد ته راوستل شي، خو داسې نه چې اروپایې هیوادونه له خپل هیواد څخه ترهگر او د جرمي سابقې درلودونکي کسان پاکستان ته واستوي.

د FIA مشر دویچه ویله ته وویل چې دا خبره د منلو وړ نه ده چې د دوه گوني تابعیت درلودونکي پاک خلک دوی په خپل هیواد کې وساتي او هغه کسان چې کوچنۍ غلاوې یې کړې وي او یا په نورو جرمونو تورن وي هغه پاکستان ته را واستوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب