پاکستان له نړیوالو پولیسو څخه د مشرف په نیولو کې مرسته غوښتې ده
۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبهاعلان
د پاکستان حکومت له نړیوال پولیسو څخه د پخواني ولسمشر پرويز مشرف په نيولو کې مرسته غوښتې ده. د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک، پرون سه شنبه د سند د ايالت په پارلمان کې وويل چې مشرف بايد ونيول شي ځکه چي د هغه په وینا پر مشرف باندې د صدراعظمې بېنظير بهټو په وژلو کې د لاس لرلو تور لګول شوی دئ.
پر مشرف باندې دا تور هم لګول شوی دئ چې د بهټو د امنيت ساتلو له پاره ئې پوره اقدامات نه وه تر سره کړي. مشرف له ۲۰۰۸ کال راهيسي په انگلستان کې ژوند کوي.