پاکستان: له طالبانو سره د خبرو اترو د زمينې په برابرولو کي له کابل سره مرسته کوو
۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبهافغان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶) اسلام آباد ته ورسید. اسلام آباد ته تر رسېدو وروسته هغه د پاکستان له نوی لومړي وزير نواز شريف سره وکتل. کرزي له نواز شريف سره د کتني پرمهال د کتني د پاکستان دولت څخه غوښته وکړه چي له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د افغانستان د سولي له عالي شورا سره همکاري وکړي.
ولسمشر کرزي او لومړي وزير نواز شريف تر يوه په يوه ليدني کتني وروسته په يوه خبري غونډه کي وويل چي پاکستان ته د دې له پاره راغلی دی چي «د ترهګړۍ پرضد ډاوړه هیوادونه باید یو ګډ کمپاین پیل کړي.»
افغان حکومت په وراو ورار پاکستان په دوه مخي سیاست تورن کړی دی. د دوی په خبره «پاکستان له یوې خوا له وسله والو طالبانو سره غیر مستقمي مرستي کوي او له بلي خوا بیا وايي چي د ترهګړۍ پر ضد مبازه کي مو هر هغه مرسته چي له لاسه کیږي کوو يې.»
په دغه خبري کنفرانس کي د پاکستان لومړی وزير نواز شریف ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چي «پاکستان یو سوله ييز افغانستان غواړي او تل به له افغانستان سره د اړيکو د ښه کولو له پاره کار وکړي». هغه زیاده کړه چي پاکستان به له افغان دولت سره د ترهګړۍ پر ضد مباره کي هر ډول مرسته وکړي.
دا چي دواړو هیوادنو يو له بل سره د همکاريو ژمنه کړې ده، يو شمېر کارپوهان وايي چي ښايي پاکستان به په دې وتوانيږي چي د وسله والو طالبانو سره خبري وکړي ترڅو د افغان دولت سره خبرو ته تیار سي خو پوښتنه دا دا ده چي آيا خپله طالبان غواري چي له افغان دولت خبري اتري پیل کړي؟ په دې ورستیو کلونو کي طالبانو له اففان دولت سره د خبرو کولو انکار کړی دی او کرزی يې د امریکا ګوډاګی بللی دی.
د افغان حکومت مرکچیان چي په دغه سفر کي کرزی بدرګه کوي پر پاکستان باندي ږغ کړی دی چي ملاعبدالغني برادر آزاد کړي. خو د پاکستان دولت په دې اړه څه نه دي ويلي. افغان حکومت د طالبانو دغه لوړ پوړي پخواني چارواکي آزادېدل له دغي ډلي سره د خبرو اترو په برخه کي تر ټولو ښه گام گڼي.
د افغان حکومت دا خبره چي د طالبانو آزادېدل د دې سبب کیږي چي دغه ډله له افغان حکومت سره خبرو ته اماده کيږي، ځني څارونکي نه مني. د دوی په خبره پاکستان په تیرو وختونو کي ۲۶ تنه طالب بنديان آزاد کړل خو ځينو يې بیرته وسلې اخيستي دي او جنګيږي.
د کارپوهانو په اند دا لومړی وار نه دی چي له پاکستان څخه د طالبانو سره د خبرو په برخه کي د مرستي غوښتنه کيږي. بلکي د دې ترمخه هم څو واري دغه شان غوښتني شوي دي خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.
د پاکستان د «ډون» ورځپاني ليکلي دي چي «کېدای شي له یو بل سره نژدې کارکول به د ډاوړو هیوادنو له پاره شرایط نور هم سخت کړي.» د ورځپاني په خبره دا به ښه وي چی د ښه راتلونکي له پاره هیله مند و اوسو خو باید دا هم هیر نه کړو چي «کېدای سي حالت همداسي روان وي لکه همدا اوس چي دی».