1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د کټارې درولو چارې پیل کړې

۱۳۹۶ فروردین ۷, دوشنبه

پاکستان د یکشنبې په ورځ له افغانستان سره پر پوله د کټارې جوړولو چارې پیل کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یاغیانو د تګ راتګ مخه ونیسي. کابل اسلام آباد یو پر بل باندې په خپله خاوره کې یاغیانو ته د ځای ورکولو تورونه لګوي.

https://p.dw.com/p/2a01c
Chaman Pakistanisch-afghanische Grenze geschlossen
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS.com

دغه پلان د لومړي ځل له پاره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، له خوا اعلان شو. د پاکستان د اپوزیسیون مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري، ویلي دي چې د افغانستان په مشورې پر پوله دغه ودانۍ د ترهګرۍ او یاغیتوب د ستونزو حلولو له پاره ډیرې مهمې دي. هغه زیاته کړې ده چې دا کار په سیمه کې له سولې سره مرسته کولای شي. هغه د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې پر دغو ټولو موضوعګانو سربیره هم پر پوله باندې د افغانستان او پاکستان په مشورې د ودانیو جوړیدل ځنډیدلې دي.

متقاعد جنرال او د دفاعي چارو څیړونکي طلعت مسعود، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د کټارو غځول یو «مخنیوونکی اقدام دی» ځکه په خبره یې د افغانستان د هغو سیمو امنیدل چې له پاکستان سره پر پوله پراته دي، ښايي په اوږدې موده کې امن شي.

مسعود زیاته کړې ده چې د کټارې جوړول ښايي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابولو پر ځای، د هغوی د ښه کیدو لامل شي. هغه روښانه کړې ده چې له دې سره به د دواړو خواو تر منځ د تورونو لګولو سلسه یو څه کمه شي او په بدل کې به یې سوداګري او تجارت وده وکړي.

د پاکستان د عامه اړیکو ادارې په یوې بیانیه کې د پوځ د مشر په حواله راغلي دي چې د باجوړ او مهمند سیمې د لوړو خطر لرونکو برخو په توګه په ګوته شوې دي او له همدې کبله هلته د کټارو درولو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. بیانیه زیاتوي چې پر کټارې سربیره به په سیمه کې د څارنې نور تخنیکې امکانات هم برابر شي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د مارچ پر ۲۰مه نیټه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې د پرانیستل کیدو امر وکړ. دغه پوله د فبروري پر ۱۶مه نیټه په پاکستان کې تر یو شمیر بریدونو وروسته تړل شوې وي. پاکستان ادعا کوي چې دغه بریدونه په افغانستان کې د میشتو یاغیانو له خوا پلان او ترسره شوي دي.