پاکستان: له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن یو
۱۳۹۴ مرداد ۲۰, سهشنبهافغان ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ په ارگ کي خبري کفرانس پر مهال د پاکستان په اړه تر ټولو سخت دریځ ونیو او ویې ویل: «موږ د سولي هیله لرله خو له پاکستانه د جګړې پیغامونه ترلاسه کوو.»
هغه تر دې دمخه چې د خبريالانو پوښتنو ته جوابونه ووايي په هيواد کې وروستيو حالاتو ته په کتو سره په لنډه وينا کې وويل: «وروستیو څو ورځو ښوولې ده چې د ځانمرګو بریدکوونکو روزونکي او د بمونو جوړولو فابریکې چې زموږ خلک وژني د پخوا په شان په پاکستان کې فعالي دي.»
ولسمشر غني وویل چې د رواني اوونۍ په پای کې به پاکستان ته یو پلاوی واستوی او تر هغه وروسته به روښانه ښي چې د راتلونکو لسیزو له پاره به د کابل او اسلام آباد اړیکي څرنګه وي.
په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې د کابل وروستي بریدونه غندل شوي دي او زیاته شوې ده چې پخپله پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، ځکه نو د افغانانو په درد ښه پوهیږي.
په بیانیه کې راغلي دي: «ترهګري زموږ گډ دښمن دی او دغه ګواښ یوې ګډي مبارزې ته اړتیا لري.»
په بیانیه کې راغلي دی چې پاکستان د افغانستان دښمنانان خپل دښمنان بولي او د هغوی د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو دی. همدا موضوع د ولسمشر غني د بیانیې مهمه برخه وه. هغه وویل چې پاکستان باید په عمل کې دا وښيي چې د افغانستان دښمنان خپل دښمنان بولي.
افغان ولسمشر دا هم وویل چې تر دې وروسته به کابل پخپله له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر پر مخ یوسي. تر دې دمخه د جولای مياشتي پر اتمه نېټه د پاکستان په کوربتوب په اول وار د افغان حکومت او طالبانو استازو مخامخ سره وليدل.
په هغه لیدنه کې پریکړه وشوه چې دواړه اړخه به دویم وار هم سره وویني خو دغه غونډه د طالبانو د مشر ملا عمر، د مړینې خبر تر تائید وروسته لغو شوه.
په داسې حال کې چې د ولسمشر غني د تیري ورځي له وينا څخه داسي څرګندیدل چې کابل اوس د سولې دغه بهیر پای ته رسیدلی بولی، خو د پاکستان د سفارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې اسلام آباد اوس هم په دې برخه کې همکاریو ته ژمن دی.