1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له افغانستان سره خپلي دروازې بيرته پرانيستلې

۱۳۹۶ فروردین ۱, سه‌شنبه

له شاوخوا یوې میاشتي ځنډ وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تورخم او سپين بولدک دروازې د قانوني اسناد لرونکو کسانو او ترانسپورټ پر مخ پرانيستلې.

https://p.dw.com/p/2ZbPO
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/F. Khan

تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په ناڅاپي ډول له افغانستان سره د خپلو تړلو لارو د پرانيستلو امر وکړ او د سه شنبې په ورځ سهار وختي يا د نوي لمريز کال په لومړۍ ورځ د سپين بولدک او تورخم دروازې د مسافرو او ترانسپورټ پر مخ پرانيستل شوې.

په تورخم کې د سرحدي پولیسو کمیسار قسیم شینواري په ننگرهار کې د دویچه ویله له خبريال سره په خبرو کي وويل چې نن سهار (د نوي کال لومړۍ ورځ) شاوخوا شپږ نیمې بجې د پاکستاني حکومت د تورخم دروازه د قانوني اسنادو لرونکو کسانو او ټرانسپورټ پر مخ خلاصه کړه او له دواړو خواوو تگ راتگ پيل شوی دی.

بل پلو د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه ویله ته وويل چې یاده دروازه د اوږد مهال له پاره د قانوني اسنادو لرونکو کسانو او ترانسپورټ پر مخ خلاصه شوې ده.

د پاکستان پوځ د فبروري مياشتي پر۱۶مه نیټه له هغه وروسته له افغانستان سره د خپل هیواد دروازې وتړله چې په دغه هیواد کې يو خونړی برید وشو. پاکستان ادعا کوي چې دغه برید له افغانستان څخه پاکستان ته رااوښتو یاغیانو ترسره کړی وو چې په پایله کې يې تر۹۰ ډیر کسان ووژل شول.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ دروازو د تړل کیدو له کبله ډېر کسان په دواړو هیوادونو کې بند پاته ول او په سونو لارۍ موټر چې تجارتي مالونه یې لږدول، د پولې په دواړو غاړو کې بند پاته شول.

د افغانستان د سوداگرۍ خوني چارواکو تر دې مخکې ویلي ول چې د دروازو تړل هره ورځ افغان او پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا درې میلیونه ډالره تاوان اړوي.

خو د دوشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزير نوازشریف له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي ول: «موږ دغه پریکړه [د پولي د پرانیستلو پریکړه] د بشري لاملونو له مخې کړې ده.»