پاکستان ـ په شودو کي کیمیاوي مواد ورګډيږي
شیدې یوه متوازنه غذا ده، خو په پاکستان کې عام خلک خالص شیدو ته لاسرسۍ نه لري. د دې کار پړه پر هغو کاروباریانو ور اچول کیږي چې له دغه سکتور څخه ګټه پورته کوي. پر دوی تور لګول کیږي چې په شیدو کې اوبه او نور څيزونه ورګډوي.
د غوایانو فارمونه یو ګټور کاروبار
دا چې پاکستان یو کرهڼیز هیواد دی، نو د مالدارۍ سکتور له پاره هم ډیر مناسب شرایط لري، د پاکستان ډیري سیمي په ځانګړي توګه د پنجاب ایالت د څارویو د پالنې له امله ډیر مشهور دی. اوس په خیبر پختونخوا کې هم د مالدارۍ سکتور پرمختګ کړی دی.
’د خالص شیدو لټه‘
په پاکستان کې ډير شمیر خلک د خالص شیدو ترلاسه کولو په خاطر په خپل کور کې څاروي ساتي. د حکومتي اقداماتو سربیره په لیري پرتو سیمو کې مالداران د حفظ الصحه یا روغتیایې تدابیرو او پاکوالي په نه مراعاتولو سره غیر صحي شیدې خرڅوي.
د انساني خواړو مهم جز
شیدې د انسانانو د خوراکي توکو مهمه برخه تشکیلوي او په ځانګړي توګه ماشومانو ته په منظم ډول ورکول کیږي. له دغه سکتور پورې اړوند کسان د خلکو د اړتیا پوره کولو له پاره د شیدې ورکونکو څارویو کوچني او لوی فارمونه جوړوي او له دې لارې ډیره ګټه ترلاسه کوي.
د حفظ الصحه مسائل
خالص شیدې د انسان روغتیا له پاره ډیره ګټه رسوي، خو په اکثره شیدې تولیدونکو فارمونو کې د صفایې او پاکوالي اصول په پام کې نه نیول کیږي. د روغتیایې تدابیرو د نه مراعتولو له امله د هغې د ګټورتوب په اړه اندیښنې ډیرې شوي دي.
د کیمیاوي موادو استعمال
د پیښور چارواکو د شیدو د کیفیت څارنې په موخه ګرځنده لابراتوارونه جوړ کړي دي. د دغو چارواکو په خبره په شیدو کې د ۳۸ سلنه اوبو ورګډولو سربیره د مصنوعي زګ یا قف جوړولو په موخه په شیدو کې له کیمیاوي موادو څخه هم استفاده کیږي، البته د شیدو د کاروبارکونکو له خوا کوم چې د روغتیا له پاره ډیر زیان رسوي.
د شیدو ډیرولو پيچکارۍ
د شیدو ځنې کاروبار د دې له پاره چې د څارویو د شیدې ورکولو موده ؤغځوي او په ډیره اندازه شیدې ورکړي، خپلو څارویو ته پيچکاري او واکسین کوي. د څارویو د ډاکتر یا وترینر جاوید خان په خبره دا دواړو څاروي او مصرفونکي ته زیان رسوي.
د څارویو روغتیا ته پاملرنه
د څارویو داکتر جاوید خان وایې: «له څارویو څخه د ډیرو شیدو ترلاسه کولو له پاره اړينه ده چې سم او متوازن خوراک ورته ورکړل شي، له دې سره د څاروي او انسان دواړو روغتیا محفوظ پاتې کیږي.»
د ایالتي حکومت نوی پروژه
په پيښور کې مصرفونکو ته د روغتیایې اصولو مطابق د شیدو برابرولو په موخه په ایالتي حکومت کې د مالدارۍ څانګې د غویانو یو فارم جوړ کړی دی. په دې فارم کې نه یوازې پاکوالي ته خاصه پاملرنه کیږي، بلکې له څارویو څخه د مشین په وسیله شیدې اخیستل کیږي.
وقفیې بریښنا د فارمدارۍ برخه ته زیان رسولی
د شیدو کاروبار کونکي د غذایې موادو د کنترول ادارې د سپارښتنو هرکلۍ کوي، خو د دوی په خبره د وقفیې بریښنا (بريښنا د پارچاو) له امله دوی نه شي کولی لبنیات تر ډیره وخته زیرمه کړي.
د حکومت هڅه
په خیبر پختونخوا کې د خوراکي موادو د کنترول ادارې د مالدارۍ سکتور او د دغه سکتور د محصولاتو کاروبارکونکو ته امر کړی دی چې د لبنیاتي محصولاتو د پاک او محفوظ ساتلو په برخه کې له ډیر جدیت څخه کار واخلي.