1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان شربت ګله ديپورت کړه

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

پاکستان د افغانستان مشهوره مهاجره شربت ګله د چهارشنبې په ورځ له خپل هيواد څخه ديپورت کړله. شربت ګله د تورخم پر لار د افغانستان پر لور روانه سوې ده.

https://p.dw.com/p/2SNzz
Afghanistan Sharbat Gula auf dem Bild von Steve McCurry
انځور: picture-alliance/dpa/Steve McCurry/National Geographic Society

د نېشنل جيوګرافيک مجلې له لاري مشهوره سوې افغان مهاجره شربت ګله د پاکستاني چارواکو له خوا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۹مه نېټه) له پاکستان څخه ديپورت سوه. دا د هغه وروسته چي نوموړې په پاکستان کي د جعلي اسنادو د جوړولو په تور محکمې ته حاضره کړل سوې وه.

د پاکستان اړونده محکمې پر شربت ګلي د څو ورځو قيد تر څنګ مالي جرمانه او له پاکستان څخه د ديپورت کېدو سزا اورولې وه. شربت ګله د هغه وروسته د افغانستان پر لور روانه سوې چي د ورپيښي ناروغۍ له کبله د پاکستان په يو روغتون کي تر درملنې لاندي وه. نوموړې مېرمنه تور ژړی يا د هيپاتېتيس سي په رنځ اخته ده.

د عصمت الله وزير په نوم يو پاکستاني چاروکي و خبري آژانسونو ته ويلي چي شربت ګله د شپې په تقريبا ۲:۳۰ بجو د خپلو څلورو ماشومانو سره يو ځای له پاکستان څخه اخراج کړل سوه او هغه په ياد وخت د پاکستان له سرحد څخه افغانستان ته داخله سوه.

يو دويم پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط و فرانس پرېس خبري آژانس ته د دې پخلی کړی چي ۴۵ کلنه شربت ګله د افغانستان د سفارت د همکارانو په بدرګه پاکستان څخه وتلې ده.

شربت ګلې و فرانس پرېس آژانس ته تېره اونۍ ويلي ول چي د بېرته ستنېدو له کبله يې «زړه مات دی». هغې ويلي ول «که څه چي افغانستان زما د زېږېدو هيواد دی خو ما پاکستان ته هم هميشه د خپل هيواد په توګه کتلي دي.» شربت ګلې ويلي ول: «ما فيصله کړې وه چي له پاکستان څخه ووزم خو دوی زما سره هغه تر ټولو بد چلن وکړ. دا خو زما ګنا نه ده چي زه هلته (په افغانستان کي) زېږېدلې يم. زه رد سوې يم او پرته د وتلو بله لاره نه لرم.»

شربت ګلې ويلي ول چي پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل څخه تقريبا څلور پنځه کاله وروسته د يوې يتيمي په توګه پاکستان ته رامهاجره سوې وه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.11.2016):