1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان سعودي ائتلاف ستايي خو ژمني نه کوي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۸, جمعه

پاکستان د سعودي عربستان له لوري د ۳۴ هيوادونو ائتلاف جوړول ستايلي دي. خو د ځان ژمن کولو په ترڅ کي محتاطانه چلن کوي.

https://p.dw.com/p/1Ha5J
انځور: picture-alliance/AA/ISPR

د پاکستان هيواد د سعودي عربستان له خوا د ۳۴ هيوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف جوړېدل ستايلي دي. خو اسلام آباد تر اوسه هيڅ داسي اشاره نه ده ورکړې چي د دغه ائتلاف سره به ملګری سي که څنګه. دا د هغه باوجوده چي په دې تړاو په پلازمېنه اسلام آباد کي د سعودي عربستان او د پاکستان د لوړپوړو چارواکو ملاقات تر سره سو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د لومړي وزير نواز شريف نقل قول په خپله اعلاميه کي خپور کړی دی. په دغه نقل قول کي راغلي: «پاکستان د سعودي عربستان و ابتکار ته ښه راغلاست وايي او د دا ډول سيميزو او نړيوالو هڅو ملاتړ کوي.»

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۷مه نېټه) په اسلام آباد کي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير عدل بن احمد الجبير سره وليدل. الجبير اسلام آباد ته ورغلی چي د سعودي له خوا د جوړ سوي ۳۴ هيوادونو د ترهګرۍ ضد ائتلاف په تړاو د پاکستان مشرتابه ته معلومات ورکړي. په دې ترڅ کي سعودي وزير د پاکستان د لوی درستيز راحېل شريف سره هم ملاقات وکړ.

رياض تېره مياشت د دغه ائتلاف د جوړولو اعلان وکړ خو ايران ته يې په دغه ائتلاف کي ځای ور نه کړ. پاکستان داسي اشارې ورکړي وې چي امکان لري چي د دغه ائتلاف سره يوځای سي خو دا فيصله به د هغه وروسته کوي چي د دغه ائتلاف په تړاو جزيات ځان ته معلوم کړي.

و پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير سفر د سعودي عربستان او ايران تر منځ د اړيکو د خرابوالي تر سيوري لاندي تر سره سو. د سعودي عربستان او يو شمېر نورو عربي هيوادونو د ايران سره هغه وخت اړيکي خړي پړي سوې، کله چي په تهران کي احتجاج کوونکو د سعودي عربستان سفارت ته اور واچاوه. احتجاج کوونکو د سعودي شعيه عالم نمر باقر النمر د اعدام پر ضد احتجاج کاوه.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د سعودي عربستان او ايران تر منځ د اړيکو د نوي خراب حالت رامنځ ته کيدو پر وخت ويلي ول چي دواړه اړخونه بايد د مسلمانانو د ښېګڼي په خاطر خپلمنځۍ ستونزي په سوليزه توګه سره حل کړي. د يادولو وړ ده چي د اټکلونو له مخي په پاکستان کي ۲۵ مليونه شعيه مذهبه ژوند کوي.