پاکستان: سختي گرمۍ تر۴۵۰ زیات کسان وژلي
۱۳۹۴ تیر ۲, سهشنبهد پاکستان د سندهـ ایالت د حکومتي چارواکو له قوله په کراچۍ ښار کې په تیرو څو ورځو کې د گرمۍ د سختې څپې له کبله چې د تودوخې درجه تر ۴۵ سانتي گراد اوښتې وه ۴۵۰ تنه وژل شوي دي.
د سندهـ ایالت یوه روغتیايي چارواکي صابر میمن، ویلي دي چې پر دې سربیره لسو نورو د سندهـ په نورو سویلي برخو کې د گرمۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
میمن د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «په تیرو درو ورځو کې د گرمۍ د سختې څپې له کبله ۴۵۰ انسانان وژل شوي دي.»
د کراچۍ د یوه ستر روغتون «جناح هسپتال» یوه ډاکټر سیمي جمالي ویلي دي چې دوی د نزدې۳۰۰۰ ناروغانو درمنله کړې ده. هغه زیاته کړې ده: «موږ ته تر ۲۰۰ زیات کسان یا مړه راوړل شوي ول او یا یې هم په روغتون کې ساه ورکړه.»
یوه بل چارواکي ویلي دي چې د کراچۍ په یوه بل روغتون کې هم ۶۷ تنو سا ورکړې ده. د «ایدهي» په نوم د پاکستان د ستر خیریه سازمان ویاند انور کاظمي، ویلي دي چې په کراچۍ ښار کې په تیرو درو ورځو کې د دوی دوو مرکزونو ته چې پکښې مړي ساتل کیږي تر ۴۰۰ زیات جسدونه وروړل شوي دي.
کراچي ښار چې نفوس یې تر ۲۰ میلیونو کسانو اوړي، د نه برېښنا له کبله د اوبو رسولو سیستم کابو فلج شوی او د دغه هیواد د اوبو رسولو د دولتي ادارې په وینا اوس يې مشتريانو ته اوبه نه رسيږي.
په کراچۍ کې د هوا پیژندني ادارې ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ هم د تودوخې درجه ۴۴.۵ درجې وه خو د ماښام له پاره یې د بریښنا او اورښت وړاندوینه کړې ده. د دغي ادارې په وینا ښایي دغه اورښتونه څو ورځي ادامه ومومي.
د سندهـ ایالتي حکومت د سه شنبې په ورځ رخصتي اعلان کړه، څو خلک په خپلو کورونو کې پاته شي. د گرمۍ څپې زياتره قربانیان کاریگره طبقه ده چې په سخته گرمۍ کې هم د باندي کار کوي.
په عین وخت کې دیني عالم طاهر اشرفي ویلي دي چې که څوک د گرمۍ له کبله له خطر سره مخامخ وي، نو روژه دي نه نيسي.
د پاکستان له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې د ټول ایالت په روغتونونو کې به د گرمۍ د ناروغانو له پاره د درملنې مرکزونه جوړ کړي، چې «دغو کسانو ته اړین روغتیايي خدمات» وړاندي کړي.