پاکستان: زهرجن شرابو ۳۵ انسانان وژلي
۱۳۹۵ فروردین ۳, سهشنبهد پاکستان په سِند ایالت کې د تیرې شپې له دې پيښې څخه معلومیږي چې د حکومت له خوا پر شرابو تر بندیز پرته په سیميیز کچه د جوړیدونکو شرابو استعمال مخ پر ډیریدو دی. د رسنیو په حواله دغه پېښه د دوشنبې په ماښام له کراچۍ ښار شمال ختیځ لور ته ۲۵۰ کیلومتره لیرې د ټنډ محمد خان په سیمه کې رامنځته شوې.
د دغه ښار د پولیسو یوې سیمه ییزې ښځینه افسرې نسیم آرا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې دوه میرمنې هم شاملې دي. نسیم آرا زیاته کړه چې ټول زیانمن شوې کسان د هندو اقلیت پورې اړه لري.
د پولیسو دغې چارواکۍ ویلي: «دوه ورځې مخکې موږ ۶۵۰۰۰ لیترا وطني شراب ونیول، خو د دې شراب تولید ډیر زیات شوې دی.»
د پولیسو یوه بل چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي دي چې روغتون ته ۳۷ تنه زیانمن شوي کسان راوړل شوې ول. د پولیسو په حواله د پيښې په تور ۴ تنه نیول شوي دي، په داسې حال کې چې د پيښې اصلي عامل تر اوسه پورې نه دی نیول شوې.د فرانسې خبري آژانس په حواله له دغو پيښو څخه د پاکستان په څیر ټولنو کې د وطني شرابو د خطر اندازه اټکل کیدالی شي، په کوم ځای چې د مسلمانانو پر شراب څښلو بندیز لگول شوې.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د شراب جوړولو قانوني فابریکې موجودې دي، خو پر مسلمانانو د شراب خرڅول منع دي. همدارنگه د سخت کنترول لاندی پر نامسلمانو او بهرنیانو د شراب پلورلو ته اجازه ورکول شوې.
په پاکستان کې شتمن خلک په غیرقانوني توگه قیمتي شراب پيري، خو د لږ عاید درلودونکي خلک بیا پر وطني شرابو بسیا کوي. په دغو وطني شرابو کې د میتهانول کیمیاوي مادې څخه د کار اخیستل کیدو پیښې ثبت شوي دي.
له دغې کیمیاوي مادې څخه د سون توکي په توگه گټه اخیستل کیږي. د میتهانول د څښلو له امله انسان د سترگو بینایې له لاسه ورکولې شي، گردو ته زیان رسوي او بالاخره د انسان د مړیني سبب گرځیدلی شي.