پاکستان د CIA پنځه سيمه ييز کارکونکي نيولي
۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبهنيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چي، دغه کسان په دې تور نيول سوي چي، د امريکا د استخباراتي شبکې سره يي د څو مياشتو له پاره د اسامه بن لادن د وژني د عملياتو د پلانولو پر مهال همکاري کړې ده.
د ورځپاڼي په راپور کي د يو امريکايي چارواکي له خولې چي نوم يي پټ ساتل سوی ليکل سوي چي د پاکستان د استخباراتي سازمان لخوا د نيول سويو کسانو په ډله کي يو د پاکستان د پوځ يو غړی شامل دی.
ويل کيږي چي دغه کس د اسامه د وژني د عملياتو څخه تر مخه د هغه کور ته د تګ راتګ کونکو موټرانو نمبر پليتونه کاپي کړي ول.
د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د دغو کسانو نيول د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ترنګلوالی په داسي حال کي ښيي چي ولسمشر اوباما غواړي د دواړو هيوادونو اړيکي د اوسني حالت څخه وباسي.
د متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې مرستيال، مايکي مورل، د امريکا د سنا د استخبارا تي معلوماتو کمېټې ته ويلي چي که د امريکا سره د پاکستان همکاري و ارزوي نو دغه هيواد ته به د لسو نمرو څخه يوازي دري ورکړي.
څيړونکي وايي چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژني ددغه هيواد د پوځيانو پرستيج ته زيان ورساوه. د پاکستان د پوځيانو شرمنده ګي خو له دې وجي نه وه چي دغه ځواک په پاکستان کي د اسامه بن لادن د پيدا کيدو څخه عاجز پاته سوی ؤ. ويل کيږي چي بن لادن د پنځو کلونو څخه په پاکشتان کي اوسيده.
له بلي خوا دغه عمليات بېله دې چي د پاکستان پوځ ځني خبر سي تر سره سوي چي دا د پاکستان له پاره ډير د شرم ځای و.
د پاکستان د پوځ او متحده ايالاتو تر منځ اړيکي وروسته له هغه خړي پړي سوې چي د جنورۍ په مياشتي کي د امريکا د استخبارتو يو غړي په لاهور کي دوه ملکي پاکستان ووژل.
په پاکستان کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو راتلونکې هم روښانه نه ده. ځکه چي د دغو عملياتو په وړندي په پاکستان کي ډير زيات مخالفت موجود دی.
ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې ليکي چي د پاکستان استخباراتي اداره په دغه هيواد کي د امريکا د استخباراتي ادارې سره همکاري ته کمه ليوالتيا ښيي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل