1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ۷۲ منع شوو تنظیمونو پر رسنیز پوښښ بندیز ولگاوه

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

په پاکستان کې «پیمرا» یا د پاکستان الیکترونیکي رسنیو د څار ادارې د منع کړی شوی ډلې لشکر طیبه، جماعت الدعوه او له هغو سره تړلي خیریه ادارې فلاح انسانیت فاونډیشن په گډون د ډیرو ډلو پر رسنیز پوښښ بندیز لگولی دی.

https://p.dw.com/p/1GzGZ

په دې هکله د دوشنبې په ماښام د یوې خبرتیا له مخې ټولو پاکستاني تلویزوني چینلونو او راډیو گانو ته لار ښوونه شوې ده چې هغوی دې دغو تنظیمونو او ډلو ټپلونو رپوټونو ته ځای نه ورکوي.

د «پیمرا» چې د (پاکستان الیکټرانک میډیا ریگولیټري اتارټي) مخفف دی له لوري خپره شوې بیانه اووه ټکي رانغاړي. په دغه خبرتیا کې ویل شوي دي چې «د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د نیشنل ایکشن پلان [د اقداماتو ملي پلان] او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې د منع شوي تنظیم لشکر طیبه، جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن پر هر ډول رسنیزې پوښنه بندیز دی.» په دغه خبرتیا کې ویل شوي دي چې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن، د منع کړی شوي تنظیم لشکر طیبه برخه ده.

د پیمرا له لوري د «نیشنل ایکشن پلان، د منع کړی شوو تنظیمونو حیثیت او د ترهگرو د مالي تمویل ارزونې» تر نامه لاندې په استول شوي دوه مخیزه خبرپاڼه کې د منع کړی شوو تنظیمونو لېست هم شامل دی.

په دغو تنظیمونو کې پر ۶۰ باندي د پاکستان له لوري بندیز لگول شوی او پر نورو ۱۲ د ملگرو ملتونو له خوا بندیز لگیدلی دی. په پلازمېنه اسلام آباد کې د سولي د مطالعاتو د یوه فکري بنسټ مشر عامر رانا په دې نظر دی چې د پیمرا، له لوري د منع شوو تنظیمونو پر رسنیز پوښښ بندیز، د ترهگرې د مخنیوي په برخه کې یو هم گام دی.

د دغې خبرتیا له مخې د منع کړی شوو تنظیمونو د مالي ملاتړ له پاره په تلویزونونو کې پر هر ډول اعلانونو باندې هم بندیز لگول شوی دی.

په ۲۰۰۱م کال کې د هند پر پارلمان باندې تر برید وروسته، پاکستان په ۲۰۰۲م کال کې پر لشکر طیبه باندې بندیز ولگاوه. خو تر هغې وروسته دغه تنظیم د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډیشن تر نامه لاندي خپلو کارونو ته ادامه ورکړه. خو د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸م او بیا ۲۰۱۲م کال کې د ملگرو ملتونو د فشار له کبله په ظاهري توگه دغه دواړي ادارې تر څار لاندي نیول شوو تنظیمونو په لیست کې شامل کړي وو.