پاکستان: د گوزڼ په واکسینو بندیز ماشومان له خطر سره مخامخ کړي
۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبهاعلان
د پاکستان په قبايلي سيمو کي ښايي په زرونو ماشومان د گوزڼ يا پوليو د ناروغۍ سره مخامخ سي، چي له کبله ئې ماشومان معيوبه کېدلای سي. په دغو سيمو کي د طالبانو ځايي وسله والو ډلو اعلان کړی وو چي د پوليو د څاڅکو د وېش مخه به ونيسي.
دغو ډلو د دغه بنديز وجه پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بللي ول. په پاکستان کي د پوليو د واکسين د روان پروگرام وياند مظهر نيسار ويلي دي چي د وسله والو له خوا د بنديز له کبله څه باندي ۲۰۰ زره ماشومان د پوليو د واکسين څخه بې برخي پاته کيږي، چي د نوموړي په وينا دغه ماشومان د گوزڼ په ناروغۍ اخته کېدلای سي. د پاکستان په شمالي او جنوبي وزيرستان کي ځايي وسله والو د گوزڼ د واکسين پر ضد په احتجاجي توگه بنديز لگولی دئ.