پاکستان د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه
۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبهاعلان
د اټکل له مخې يو مليون وگړيو د نيزونو له امله خپل کورونه د لاسه ورکړي دي په داسې حال کې چې د نورو اورښتونو وړاندويېنه هم شوې ده. د پاکستان په سويل لويديځ کې د چارواکو په وينا سل تنه وژل شوي دی، خو مرستندويې ټولنې په دې اند دي چې ښايي دغه شمېره به لا پسې لوړه وي. په پاکستان، هند او افغانستان کې د موسمي اورښتونو له کبله د اټکل له مخې پنځه سوه تنه وژل شوي دي. حکومت تر اوسه پورې له نيز ځپلو سره د مرستو په برخه کې پاتې راغلی دی.