1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د نبيل ادعا ته غبرګون ښوولی

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ تیر ۲۵, جمعه

افغان حکومت تل پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لګولی دی. اوس د ملي امنيت پخواني رئيس د دغې خبري د پخلي له پاره اسناد خپاره کړل. خو پاکستان ورته څه غبرګون ښېي؟

https://p.dw.com/p/1JPKv
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د ملي امنيت د ادارې پخوانی رئيس غواړي چې د اسنادو د افشا کولو له لارې دا خبره په ډاګه کړې ده چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو له بريدونو څخه ملاتړ کوي.

رحمت الله نبيل په خپله فيسبوک پاڼه او د طلوع تلويزيون په ويبسايټ کې د «پاکستان، د نړيوالې ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی» تر عنوان لاندي د پنجشنبې په ماښام شپږ سندونه خپاره کړي دي او خپله تبصره يې ورباندې ليکلې ده.

نبيل د نورو سندونو تر څنګ داسې مشکوک ليکونه ښودلي دي چې د پاکستان استخباراتي شبکې «آی اس آی» پکې ښايي په کابل کې له يوه بريد وروسته څلورو کسانو ته د پيسو د ورکړې امر کړی وي.

په يوه بل ليک کې ښايي د آی اس آی دفترونو ته امر شوي وي چې د حقاني ډلي دوه پوځي ينويفورم لرونکي کسان په پوځي موټرو کې ولېږدول شي.

داسې ويل کيږي چې د حقاني ډله د پاکستان له استخباراتو سره ډېري ژورې او اوږدمهالي اړيکي لري. پاکستاني سرچينو د آلمان د خبري آژانس پوښتنې ته ډېر ژر جواب ويلی دی. خو ټولو له نوم اخيستلو څخه ډډه کړې ده.

يوه استخباراتي کارکوونکي ويلي دي چې دغه ليکونه «هم د خندا او هم د ريشخند وړ» دي. هيڅ کومه اصلي استخباراتي شبکه د هغه په قول دغسې حساس او مضر سندونه په ليکلي ډول نه پرېږدي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زړه نا زړه دی

د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه يوې سرچينې ويلي دي چې دوی لا نه پوهيږي چې آيا دغي ادعا ته رسمي غبرګون ښکاره کړي، که څنګه. يوه پوځي چارواکي د آلمان د خبري آژانس يوې پوښتنې ته د «واټس آپ» پيغام رسوونکې آسانتيا له لارې وليکل: «ورڅخه تېر شئ. جعلکاري ده.»

د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند، تواب غورځنګ، د نورو پوښتنو له پاره د افغانستان د ملي امنيت استخباراتي ادارې ته د مراجعې خبره وکړه. خو هلته بيا هيڅوک دې ته چمتو نه ول چې غبرګون وښېي.

پر پاکستان باندي له اوږدې مودې راهيسې تور لګول کيږي چې افغان طالبانو ته هم ځای او پناه ورکوي او هم يې ملاتړ کوي. د پاکستان د حکومت سُستي، په تېره بيا د حقاني ډلې په وړاندې، لږ وخت مخکې د امريکا له متحده آيالاتو سره د اړيکو د سړېدلو سبب ګرځېدلی وو.

رحمت الله نبيل د ۲۰۱۵م کال په دسمبر کې په احتجاجي ډول استعفا کړې وه، ځکه چې ولسمشر اشرف غني، له پاکستان سره د اړيکو د ښه کولو تګلاره غوره کړې وه. غني هم اوس خپل دريځ بدل کړی دی او په وار وار پاکستان ته ګوته نيسي.