1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له طالبانو څخه ملاتړ کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۲, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یو پټ رپوټ وایي چي د افغانستان ګاوڼدی هیواد له طالبانو سره مرسته کوي چی دغه ډله د ناتو له وتلو وروسته بیرته په افغانستان کي قدرت ونیسي خو پاکستان سمدلاسه دغه رپوت رد کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/13u1E
د رپوټ په حواله پاکستان هڅه کوي چي طالبان بیا قدرت ته ورسوي
د رپوټ په حواله پاکستان هڅه کوي چي طالبان بیا قدرت ته ورسويانځور: AP

د متحده ایالاتو د پوځ دغه رپوټ نن د یوی بریتانوي ورځپاني له خوا بربڼد شوی دﺉ. د افغانستان له پاره د نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک (ایساف) ویاند ډګرمن جیمي کیومینګز، د دغه پټ سند شته والی منلی دﺉ خو ویلي ئې دي چي دا د روانو پوځي عملیاتو د یوي ستراتیژیکي ارزوني ښکارندویي نه کوي. کیومینګز زیاته کړې ده: «دغه محرم سند د نیول شوو طالبانو د نظریاتو مجموعه ده. هغه نه تحلیل دئ او نه هم د یو تحلیل په توګه ګڼل کیدای شي.»

دا رپوټ په داسي وخت کي خپریږي چي پاکستان د بهرنیو چارو وزیره اوس په کابل کي ده.
دا رپوټ په داسي وخت کي خپریږي چي پاکستان د بهرنیو چارو وزیره اوس په کابل کي ده.انځور: AP

په داسي یو وخت کي چي امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د تماس نیولو خبره کوي، د دغه پټ رپوټ بربنډیدل ښایي سخت دریزه طالبان نور هم پیاوړي کړي چي له متحده ایالاتو او افغان حکومت سره د سولی له خبرو اترو څخه مخ واړوي.

بریتانوی ورځپاڼي (The Times) چي دغه پټ سند ئې بربڼد کړی دئ په خپل خپاره شوي رپوټ کي ئې دا هم ویلي دي چی د پاکستان استخباراتی اداره (ISI) پر بهرنیو ځواکونو باندي په مستقیمو حملو کي له طالبانو سره مرسته کوي. خو اسلام آباد مخکي له دې دغه شان تورونه رد کړي دي.

د نوي بربڼد شوي سند په وړاندي پاکستان نن سمدلاسه غبرګون ښکاره کړ او د غوسي په څرګندولو سره ئې هغه رد کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط وویل: « دا یوه پوچه او مبتذله خبره ده. موږ ژمنه کړې ده چي هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کي لاسوهنه ونه کړو او انتظار لرو چي ټول نور دولتونه دغه اصل ته درناوی ولري.»

د نوموړي بریتانوي ورځپاڼي په رپوټ کي زیاته شوې ده چي د امریکا متحده ایالاتو د پوځ دغه «مهم محرم» سند تیره میاشت په بګرام کي د ناتو لوړ پوړو پوځي منصبدارانو ته وړاندي شوی دئ.

ویل کیږي چي د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ د طالبانو ملاتړ کوي.
ویل کیږي چي د پاکستان استخباراتي اداره او پوځ د طالبانو ملاتړ کوي.انځور: dapd

له بلي خوا دغه رپوټ په داسي یو وخت کي خپریږي چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا ربانی کهر، نن (چهارشنبه) په کابل کي د افغان ولسمشر حامد کرزي په گډون د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره گوري. د متحده ایالاتو د پوځ دغه محرم رپوټ ښایي د کابل او اسلام آباد خبري اتري چي وروسته له یوي اوږدې مودې د لومړي ځل له پاره پیل شوي دي تر سیوري لاندي راولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط، دا هم وویل چي د هغه هیواد په دې باور دئ چي يواځي د افغان حکومت تر مشری لاندي د سولی او پخلایني پروسه بریالیتوب ته رسیدلای شي.

په کابل کي د امریکا متحده ایالاتو سفارت له دې څخه ډه ډه وکړه چی د دغه محرم سند په هکله تبصره وکړي. ښایي دلیل ئې دا وي چي واشنګتن نه غواړي له اسلام اباد سره خړي پړي شوي اړیکي نوري هم ستونزمني کړي.

عبدالباري حکیم (رویترز، فرانس پرسن)
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب