پاکستان د منځني واټن توغندی و ازمايه
۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبهپاکستان د چهارشنبې په ورځ وویل چي د منځني واټن وشتونکی يو داسي توغندی ئې ازمویلی دئ چي اټومي سرگلوله هم لېږدولای سي شي.
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کي ویلي دي چي ازمویل شوی توغندی د«شاهین۱» پرمختللې بڼه ده. ویل کیږي چي د پاکستان شاهین۱ توغندی۷۵۰ کیلو متره لیري واټن په نخښه کولای شي.
پاکستاني چارواکو ددغه نوي توغندی چي «شاهین A1» نومیږي د واټن او نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي. دغه توغندی تر ازمویني وروسته د هندوستان په سمندر کي رالوېدلی دئ.
پاکستان په داسي حال کي د نوي توغندی د ازمایلو اعلان کوي، چي یوازي څو ورځي مخکې هندوستان ویلي ول، چي د لیري واټن یو توغندی چي کولای شي له ځانه سره اټومي سر گلولې هم ولیږدوي، ازمویلی دئ.
د هندوستان نوی توغندی «اگني پنځه» نومیږي چي د ۵۰۰۰ کیلو متره لیري واټن د په نخښه کولو توان لري.
پاکستان او هندوستان چې دواړه اټومي وسلې لري تر اوسه پوري درې واري جگړه کړې ده.
پاکستان او هندوستان له یو بل سره موافقه کړې ده چي د داسي ازموینو په صورت کي باید یو بل خبر کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل