پاکستان: د لشکر جهنګوي مشر نیول شوی دی
۱۳۹۱ اسفند ۵, شنبه
ملک اسحاق د کوټې په ښار کې تر دوو بمي چاودنو وروسته نیول شوی دی. په دغو چاودنو کې ډیر شمیر شیعه مذهبه هزاره لږکيو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د فرانسې خبري آژانس په حواله په دغه دوو بمي چاودنو کې شاوخوا ۱۸۰ تنه وژل شوي. د دغو چاودنو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې لاریونونه وشول.
د پولیسو د وینا له مخې اسحاق د پنجاب ایالت د رحیم یار خان په ښار کې نیول شوی دی. تر دې د مخه هغه په دغه ځای کې په آزاده توګه ژوند کاوه. د رحیم یار خان د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي تنویر احمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اسحاق د ایالتي حکومت په امر «د عامه نظم د ساتنې د قانون» له مخې نیول شوی دی.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ په حواله له دې سره سره چې په ملک اسحاق د قتل او تورونو یو شمیر تورونه لګول شوي ول خو محکمې هغه د ۲۰۱۱ کال د جولایي په میاشت کې په ضمانت آزاد کړی وو. اسحاق په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا د فرقه ییز نفرت د راپارلولو له امله بندي شوی وو.
پر اسحق باندې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې د سري لنکا د کرکیټ پر لوبډلې د شوي برید د طرح کولو تور هم لګول کیږي. په دغه برید کې د سري لنکا د لوبډلې اووه تنه لوبغاړي او د رزونکي مرستیال ټپیان شوي ول او نور اته تنه پاکستانیان په کې وژل شوي وو.
اسحاق په داسې حال کې نیول کیږي چې تر دې یوازې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ له لشکرې جهنګوي سره هر رنګه اړیکې رد کړې. د پاکستان «ډان» نومې انګلیسي ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د ویاند عاصم باجوا، په حواله ویلي وو چې «دا هیڅ امکان نه لري چې د پاکستان پوځ» دې له اورپکو سره اړیکي ولري.
په کویټه کې تر بمي چاودنې وروستۍ پېښه د تیرې اوونۍ د شنبې په ورځ رامنحته شوې وه چې په پایله کې یې ۸۹ تنه وژل شوي ول. پر دې سربیره په همدغه ښار کې د جنوري د میاشتې په لسمه نیټه د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې چې د شیعه ګانو یو سنوکر کلب په کې په نښه کړای شوی وو ۹۲ تنه وژل شوي ول.
د شنبې په ورځ د بمي چاودنې په غبرګون کې د کراچۍ، لاهور او اسلام آباد په ښارونو کې لاریونونه وشول. لاریون کوونکو د شیعه ګانو د خوندي ساتلو غوښتنه کوله او پر حکومت یې تور پورې کاوه چې د پیښې د عاملینو په نیولو کې پاتې راغلي دي.
تر دغه برید وروسته شیعه ګانو په برید کې د وژل شوو کسانو له ښخولو څخه انکار وکړ او په ټول هیواد کې یې د مظاهرو د تر سره کولو اعلان وکړ. دغه کسان وروسته له هغې د مړو پر ښخولو راضي شول چې حکومت د عاملینو د نیولو ژمنه وکړه.
پاکستاني چارواکو د اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې امنیتي ځواکونو څلور تنه مشکوک تورن کسان وژلي او تر ۱۷۰ زیات نور یې نیولي دي، چې ویل کیږي په هغې کې د شنبې د ورځې د بمي چاودنې اصلي طراح هم شامل دی.
د بشري حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې په پاکستان کې تر ۴۰۰ زیات شیعه ګان وژل شوي دي.