د پاکستاني طالبانو برید ۳۱ کسان ووژل
۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه
د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې دا برید یې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د هغو بریدونو په ځواب کې کړی دی چې تیره میاشت یې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د دغه ډلې دوه تنه قوماندانان ووژل.
له ۲۰۰۹ کال راهیسې پاکستاني پوځ په دې هیواد کې ډیرې سیمې د طالبانو له کنتروله ایستلې دي. تر دې نیټې مخکې طالبانو آن د اسلام آباد په څو کیلومتري کې هم ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې لرلې.
یوه چاروکي ویلي دي چې د شنبې ورځې په پېښه کې ۱۲ یاغیان، نهه چارواکي او یو شمیر ملکي وګړي وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د دوو تنو وژل شویو یاغیانو پر تن ځانمرګي واسکټونه هم موندل شوي دي.
یوې چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د یاغیانو او امنیتي چارواکو تر منځ نښتې څلور ساعته دوام وکړ.» یو شمیر نورو چارواکو ویلي دي چې یاغیانو دغې پوستې ته نزدې یو کور هم په توغندي ویشتلی دی چې په پایله کې د یوې کورنۍ لس تنه غړي وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي دي: «پاکستان له متحده ایالاتو سره د هغو بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې مرسته کړې ده چې په پایله کې یې زموږ دوه تنه قوماندان چې فیصل خان او طوفاني نومیدل ووژل شول. پر پوځي مرکز باندې برید د هغوی د غچ اخیستلو په موخه تر سره شوی دی.»
د طالبانو دغه ویاند ویلي دي چې پر دې پوځي مرکز باندې څلور تنو ځانمرګو بریدکوونکو برید کړی وو چې په لسهاو تنه پوځیان یې وژلي دي.