«پاکستان د سولي په پروسه کي مرسته کوي»
۱۳۹۳ اسفند ۱۲, سهشنبه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبره د پاکستان همکارۍ کولای سي په افغانستان کي د سولي له پاره لار پرانيزي. افغان حکومت اميدوار دی چي پاکستان به طالبان دې ته اړکړي چي له دوی سره خبرو ته کښېني.
بله خوا بیا د افغانستان د سولي عالي شورا ويلي دي چي د دوی څوتنو غړو تر هيواد دباندي سفر کړی دئ او په پام کي ده چي په متحدو عربي اماراتو کي به د طالبانو له استازو سره خبري اتري وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ مياشتي ۳مه) په کابل کي يه يوه خبري غونډه کي وويل: «د افغانستان اسلامي جمهوريت د خپل گاونډي هيواد پاکستان د هغو ژمنو چي د افغانستان د سولي په برخه کي ئې کړي دي، هرکلی کوي.»
له طالبانو سره د خبرو اترو تلاښونه وروسته له هغه ډېر سول چي د پاکستان پوځي چارواکو ژمنه کړې ده چي طالبان به د سولي له پاره د خبرو اترو مېز ته کښېنوي. خو د سياسي څېړونکي په نظر که طالبان سخت شرطونه کښېږدي نو سولي ته رسېدل به گران کار وي.
د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي وايي چي طالبان په اساسي قانون کي د بدلون او له هيواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي، چي د دې شرطونو منل د افغانستان له پاره ډېر گران کار دئ او دغه پروسه يعنی د سولي، به له ماتي سره مخامخ سي.
يوه بله ستونزه په افغانستان کي د جنگي طالبانو ده. د کارپوهانو په خبره کيدای سي هغوی ته د دغو طالبانو چي اوس غواړي له افغان حکومت سره خبري وکړي، پريکړي د منلو نه وي.
په دې وروستيو کي د پاکستان د علماوو شورا هم په افغانستان کي د سولي پروسې ملاتړ کړی دئ او په پلان کي ده چي په روانه مارچ مياشت کي به اصلي خبري اتري پيل سي.