پاکستان د رباني په وژنه کي لاس لرل په کلکه رد کړي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهد پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له لوري په خپره سوې يوه بيانيه کي راغلي:
« د داسي يوې غيرمسؤلانه بيانيي د خپرولو پر ځای، په کابل کي مسؤل چارواکي بايد په جدي توګه پردې باندي فکر وکړي، چي ولي هغه افغانان چي د سولي او يا د پاکستان په طرف وي، په سيستماتکه توګه له صحني ايستل کيږي او وژل کيږي.»
برهان الدين رباني د سپتمبر پر۲۰مه نيټه په يو ځانمرګي بريد کي ووژل سو. افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه پيښي د پلټلو لپاره د افغانستان د دفاع وزير رحيم وردګ په مشري د څيړنو لپاره يو کمېسيون وټاکه، دغه پلاوي په خپل رپورټ کي ويلي ول چي ځانمرګي بريدګر پاکستاني تابعيت درلود او د پاکستان د بلوچستان ايالت د چمن اوسيدونکي وو او د دغه بريد طرحه په پاکستان کي جوړه سوې وه.
د يکشنبې په ورځ په کابل کي سلګونو تنو لاريون وکړ. لاريون کوونکو د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديو ويشتل وغندل او د پاکستان پر استخباراتي شبکې آی ايس آی يې تور ولګاوه چي د رباني په وژنه کي لاس لري.
دغه بيانيه په کابل کي د پاکستان سفارت ته د وړاندي سوو شواهدو په هکله ليکي:
« د افغانستان د کورنيو چارو د وزير له لوري په دغه رپورټ کي دا خبره نه ده روښانه سوې چي بريدګر او د ده ملګري د ډيري مودې راهيسي په کابل او کندهار کي په آزاده توګه ګرځيدل. په راپور کي دا هم نه دي راغلي چي بريد کوونکي او د ده ملګري تر څلور ورځو د سولي د عالي شورا په مېلمستون کي و، چي د دغه مېلمستون چاري د رباني د نږدې کسانو له لوري پر مخ وړل کيدې. بريدګر د رباني سره تر ليدو د مخه تالاشي سوی هم نه وو. دغه واقعيتونه هم د هغه اعترافونو يوه برخه ده چي د افغانستان د څارګري ادارې له لوري په کابل کي د پاکستان سفارت ته سپارل سوي.»
د اسلام آباد څخه د افغانستان بله نا اميدي له دې هم څرګنديږي، چي افغان ولسمشر حامد کرزي د سولي د خبرو اترو په اړه ويلي ول، چي دغه خبري به دوام ولري، خو د طالبانو پر ځای د پاکستان سره. ځکه چي د پردې تر شاه پاکستان ځينو اورپکو ډلو ته لارښوونه کوي.
افغان مشران د ډيري مودي راهيسي په افغانستان کي د سولي په راوستلو کي د پاکستان ژمني تر پوښتني لاندي نيولي. ګمان کيږي، چي د پاکستان استخباراتي شبکه آی ايس آی په افغانستان کي د اورپکو ډلو سره ملاتړ لري، په خاصه توګه د حقاني شبکي سره.
د څيړونکو په آند پاکستان دغي ډله ته د خپلي ستراتيژيکي سرمايي په توګه ګوري او په افغانستان کي د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره له دغه ډلي څخه کاراخلي.
د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر، جنرال احمد شجاع پاشا، تيره اونۍ د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کي ويلي ول، چي پاکستان هيڅکله هم د حقاني شبکي ته يوه پيسه او يا يو مرمۍ نه ده ورکړې.
د دغه ډلي مشر، سراج الدين حقاني، د بي بي سي، سره په خپله يوه مرکه کي ويلي چي د دوی ډله د آی ايس آی سره کومي اړيکي نه لري.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل