1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د درو تنو لا درکه شوو غره ختونکو د لټون هڅې درول شوي

۱۳۹۰ اسفند ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14MgF

یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې پاکستان د قراقرم د غرونو په سلسله کې د درو تنو غره ختونکو چې لس ورځې مخکي لا درکه شوي ول د لټون د هڅو د درولو خبره کړې ده.

په نوموړو درې کسانو کې یو تن د سویتزرلند گیرفیرد گوشل، چې د گروپ مشري يې کوله یو تن غرختونکی کیدرک هالن د اتریش او بل تن نثار حسین چې د پاکستان تبعه دئ د مارچ د نهمې نیټې څخه لا درکه شوي ول. دغو غره ختونکو غوښتل چې د پاکستان او چین د پولو تر منځ د گاشیربورم د غره څوکي ته وخیژي.

خو د خرابې هوا له امله د لټون په عملیاتو کې خنډونه رامنځ ته شوي وو. د پاکستان د غره ختونکو د کلب رئیس منظور احمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې کله چې د پنجشنبې په ورځ هوا یو لږ څه ښه شوه نو د پوځ الوتکو د لټون یو بله هڅه وکړه خو څوک و نه موندل شول.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د ژمې په دې موسم د څرک لگولو له پاره د یوې بلې ډلې لیږل هم نا ممکنه دئ.