پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور شکمن کسان ووژل شول
۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعهاعلان
د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بمباري کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د څلورو شکمنو ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دئ.
د امنیتي چارواکو په حواله د میرانشاه په قبایلي سیمه کې د ترهګرو پر یوه پټن ځای باندې د جمعې په سهار وختي دوه راکټونه توغول شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا بې پیلوټه الوتکې تر دې پېښې وروسته د شمالي وزیرستان د بازار په سېمه کې پر یوه کور باندې هم برید کړی دئ چې په پایله کې ئې دغه کور په بشپړه توګه سوځیدلای دئ.